لوبې خبرونه

نولس کلنه لوبډله تراووم مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستنه شوه

۱۹ کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د ګډون په موخه سویلي افریقا هیواد تللې وه، چي په یاد جام کي ئې تر اووم مقام ګټلو وروسته نن جمعه هیواد ته راستنه شوه.

کرکیټ مليلوبډلي په نړیوال جام کي خپله لومړۍ لوبه د کوربه سویلي افریقا څخه او دوهمه لوبه ئې بیا د متحده عربي آمارتو څخه وګټله، خو خپله درېیمه لوبه، چي ټاکل سوې وه د کاناډا په وړاندي ئې ترسره کړي د باران له امله لغوه اعلان شوه.

تر هغه وروسته افغان ټیم د کواټر پاینل په سیالیو کي د پاکستان سره ولوبېد، چي د یاد هیواد څخه ئې ماته وخوړه او وئې نسو کړای نیمه پایلوبي ته ووځي.

تر یادي ماتي وروسته افغان کرکیټ ۱۹ کلنه لوبډله د پنځم مقام ګټلو په موخه د آسټرالیا سره ولوبېده، چي د یادي لوبډلي څخه ئې هم ماته وخوړه.

وروسته د اوو مقام ګټلو په موخه د سویلي افریقا سره ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې ماته ورکړه او په نړیوال جام کي ئې اووم ځای خپل کړ.

د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ د دې نړیوال جام پایلوبي ته هند او بنګله دېش هیوادونو لاره پیداکړې، چي هند په نیمه پایلوبه کي پاکستان او بنګله دېش بیا نیمه پایلوبه کي نیوزیلینډ ته ماته ورکړه.

هندۍ او بنګله دېشۍ لوبډلي به د نړیوال جام پایلوبه بل سبا د یکشنبې په ورځ غرمه ۱۲:۳۰ بجې ترسره کوي.

خو د درېیم مقام ګټلو په موخه سبا شنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې نیوزیلینډ او پاکستان هیوادونه یو د بل په وړاندي لوبیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button