ټکنالوجي

۳ امریکايي او یو روسی ستور مزلي په «سپېس X» غندي کې فضا ته لاړل

۳ امریکايي او روسی ستور مزلي یا فضانوردان په امریکايي سپېس ایکس توغندي کې فضايي سټېشن ته ولېږل شول

د سپیس اېکس یو توغوندی له ۳ امریکايي او یو روسي ستورمزلي (فضانوردانو) سره له فلوریډا څخه د نړیوال فضايي سټېشن پرلور وخوځېد.

یاده ډله ستورمزلي به په فضايي سټېشن کې ۶ میاشتې ګډ کار کوي. دغه فضايي سټېشن کې مسکو او واشنګټن له یو او بل سره همکاري کوي، خو روسیې تېر کال ګواښ کړی و چې دغه سټېشن به راوغورځوي.

space x6
۳ امریکايي او یو روسی ستور مزلي په «سپېس X» غندي کې فضا ته لاړل

هغه کپسول یا فضايي خونه چې ایلان‌ماسک کارولې

دا ۳ نارینه او یوه ښځینه فضا نوردان په هغه کپسول یا فضايي خونې کې سفرکوي چې په تېر وخت کې څلور ځله د ایلان ماسک سپیس اېکس شرکت ورڅخه کار اخیستی.

تللي ستور مزلي غواړي چې په فضايي سټېشن کې راز، راز تجربې وکړي. د هغوی په څېړنو کې یوه هم دا ده چې په فضا کې د بې وزنه یا د کمزورې جاذبې په چاپیریال کې د بدن د غړو مصنوعي بڼې جوړې کړي، او د بدن ځینوتخریبونکو ناروغیو په اړه علمي پلټنې وکړي. دا ډول تجربې د ځمکې پرمخ نشي ترسره کېدای.

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

نور ولولئ: د چینايي شرکت برښنايي الوتونکې تکسي

نور ولولئ: بریتانیا په هوايي ډګرونو کې د څېرو د تشخیص نوي ټکنالوژي ازمايي

د سپېس ایکس توغوندي توغول

دا ستورمزلي د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د شپې ۱۰:۵۳ بجو فلوریډا کې د کینیډي له فضايي ستیشنه وخوځېدل.

داسې اټکل کېده چې یاد توغندی به د شنبې په ورځ فضا ته وتوغول شي، خو د هغوی د استولو لومړۍ هڅه د سختو بادونو له امله ځنډېدلې وه.

space x2
۳ امریکايي او یو روسی ستور مزلي په «سپېس X» غندي کې فضا ته لاړل

د ستورمزلو دغې ډلې مشر ماتیو ډامینیک دی. امریکايي جینېټ ایپس او روسي الکساندر ګرېبینکین هم ورسره دي چې فضا ته د هغه لومړی سفردی او داسې راپورونه دي چې دوی له دې پخوا نه وو تللي.

د یادو ستور مزلو بل غړی طبیب مایکل باراټ دی چې دا یې فضايي ستیشن ته دریم سفر دی.

نړیوال فضايي سیستم کې د نړۍ بېلابېل هېوادونه له یو او بل سره همکاري کوي چې په دغو هېوادونو کې کاناډا، اروپا، جاپان، امریکا متحدو ایالتونو او روسیې د فضايي ادارو په ګډو مرستو شامل دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا د فضايي څېړنو اداره یا ناسا هڅه کوي چې د متخصصینو او ساینسپوهانو پر مرسته له فضا په فضا کې موجود زرات او را روان اقلیمي بدلونونه مطالعه کړي او پایلې یې له نړۍ سره شریکې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button