ټکنالوجي

شپېته (۶۰) کاله وړاندې لومړنۍ ښځه فضا ته لاړه

شپېته (۶۰) کاله وړاندې د څلور سوو ښځو له منځه لومړنۍ ښځینه فضا ته لاړه

فضا ته د تکنالوژي پر مټ تګ په یو وخت کې بشر ته د خوب لیدل ښکارېدل، خو هغه چا چې دا هر څه حقیقت بلل، نو تر ټولو لومړنۍ یې هڅه وکړه څو دا سفر لنډ کړي او په دې باره کې هر ډول خطر ومني او حطا تر دې چې له سره هم ورته تېر شي. په هغو نارینه‌وو کې چې فضا ته تګ یې د خوب و خیال پر ځای حقیقت بللی و، یوه هم په کې ښځینه وه چې شپېته کاله وړاندې یې په فضا کې قدم کېښود او دا سفر یې رالنډ کړ.

دا فضانورده ښځه والینتینا څیرشکوفا وه

له نن څخه ۶۰ کاله پخوا لومړنۍ ښځه فضانورده والینتینا څیرشکوفا فضا ته لاړه او په مدار کې یې ۷۱ ساعتونه تېر کړل. څیرشکوفا د لومړني فضايي سفر لپاره د ۴۰۰ کاندیدو ښځو په منځ کې غوره شوه، او د ۱۹۶۳ د جون په ۱۶ مه په  ویستوک- ۶ ستوربیړۍ کې فضا ته لاړه.

نور ولولئ: نړیوالې فضا ته د لومړنۍ سعودۍ ستورمزلې ریانه برناوي سفر

دا لومړنۍ ملکي (غیرپوځي) وه چې د مځکې مدار ته ولیږل شوه. دې د دغه سفر په لړ کې پر ځان ډیرې ازموینې وکړې او په فضا کې یې پر ښځو د وزن د نه شتون د اغېز په اړه مهم طبي معلومات ټول کړل.

والینتینا څیرشکوفا د پخواني شوروي اتحاد شپږمه او د نړۍ لسمه خو د ښځو په منځ کې لومړنۍ ښځه ستورمزلې وه.

ددې لومړنۍ ستورمزلي ښځې پېژندنه او زړورتوب

دا په ۱۹۳۷ م کال د روسیې د یاروسلاول ولایت په ماسلنیکوو کلي زېږېدلې. په ۱۹۴۵ کې ښوونځي ته داخله شوې خو په ۱۹۵۳ کې یې ښوونځی پرې ایښی او له لېرې یې درس ته دوام ورکړی دی. پېغلوټې وه چې له پراشوت سره یې لېوالتیا پیدا شوه خو لومړی ځل په ۲۲ کلنۍ کې له الوتکې په پراشوت کې کښته شوه.

په لومړیو وختونو کې یې د ټایرجوړولو په فابریکه کې کار کاوه. بیا د نساجۍ فابریکې ته لاړه. خو په پراشوت کې د دې مینه او د کار سابقه سبب شوه چې په ۱۹۶۱ کې د روسیې د ستورمزلو په ډله کې شامله شي او په وستوک کې د فضايي الوتنو زده کړې وکړي.

په دریمه نړۍ هېوادونو کې اوس هم دا ډول خبرې خلکو ته خیال و خوب ښکاري، خو که دوی په همدې فکر اوسیږي، نو نه شي کولی چې د لومړۍ یا دویمې درجې هېوادونو سره ځانونه سیال کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button