آریانا افغان هوايي شرکت له پاکستانۍ کمپنۍ سره تړون پای ته ورساوه

آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي چارو او وېبپاڼې په برخه کې یې له یوې پاکستانۍ کمپنۍ سره پخوانی تړون پای ته رسولی او نوی خپلواک سیستم یې جوړ کړی دی.
آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیستم او وېبپاڼې په برخه کې یې له یوې پاکستانۍ کمپنۍ سره پخوانی تړون پای ته رسولی دی.
د شرکت د خبرپاڼې له مخې، پخوانی سیستم شاوخوا ۱۵ کاله د «زپ وېز» په نوم د یوې پاکستانۍ کمپنۍ له خوا اداره کېده.
آریانا افغان هوايي شرکت د نوي سیستم د جوړېدو خبر ورکړ
د شرکت رسنیز دفتر ادعا کړې چې پاکستانۍ کمپنۍ د لوړې بیې له اخیستو سره سره د آریانا د سیستمونو د فعالیت واک له ځان سره ساتلی و.
سرچینې ویلي، د نوي سیستم موخه د شرکت د برېښنايي خدمتونو خپلواکي، عصري کول، تخنیکي پیاوړتیا او د خدمتونو د کیفیت لوړول دي.
د شرکت په وینا، له دې بدلون وروسته به د ټکټونو د پلور، عملیاتي چارو او برېښنايي خدمتونو مدیریت په خپلواکه او اغېزمنه توګه ترسره شي.
د آریانا افغان هوايي شرکت د پخواني سیستم په اړه څرګندونې
آریانا افغان هوايي شرکت ادعا کړې چې پخوانی سیستم د نږدې ۱۵ کلونو لپاره په لوړه بیه او ټیټ کیفیت اداره کېده.
شرکت وايي، اوس یې په کمه بیه پیاوړی، عصري او معیاري سیستم او وېبپاڼه جوړه کړې چې له لارې به یې مسافرو او سیاحتي شرکتونو ته خدمات وړاندې شي.
د شرکت په خبره، نوی سیستم به د ټکټونو د پلور او نورو برېښنايي خدمتونو په مدیریت کې د آریانا افغان هوايي شرکت خپلواکي زیاته کړي.



