نړیوال خبرونه

اا: اسلامي نظام کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي

د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله اسلامي امارت وايي، چې دم‌ګړۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو ته تر بل هر وخت ډېر درناوی کېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې وايي چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادوالو د حقونو رعایتولو ته ژمن دی. د اسلامي مارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«په اسلامي شرعیت او اسلامي نظام کې زموږ د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي او ورته مهال ویلای شو چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې زموږ د خویندو او ښځو حقونه په بشپړه توګه تر پښو لاندې وو. د عزت حق، د ناموس حق، د مال حق، د کورنۍ حق، او د هغوی ټول حقونه تر پښو لاندې وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت

له دې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې، د سفر د ازادۍ، کار او زده کړو په ګډون د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. د یوناما رییسه روزا اوتنبایوا د ښځو د حقونو رعایتېدل د هېواد د سولې او سوکالۍ اصلي عامل ګڼي. مېرمن اوتوببایوا د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې وايي:«د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپېریال لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او د ښځو د حقونو ساتنه په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تلپاتې سولې لپاره یو مهم عامل دی.

نور یی ولوله | د تاريخي ځايونو د ساتنې او بيارغاونې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه

نور یی ولوله | پاکستان کې د شیخ محمد بن زاید د زړه ناروغۍ انسټیټیوټ پرانیستل شو

له بل لوري اروپايي ټولنې د افغانستان په اړه د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره ویلي چې، د نړۍوالې ټولنې او طالبانو تر منځ د تعامل بنسټیز شرط د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتېدل دي. د اروپايي ټولنې پرېکړه لیک کې راغلي دي:«که نړۍواله ټولنه وغواړي له طالبانو سره تعامل ولري، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایت باید اصلي شرط وي.

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اروین وايي:«افغان مېرمنې له بل هر وخته له تاوتریخوالي، محدودیتونه او د جنسیت پر بنسټ محکومیت تجربه کوي. د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې پر دې باور دي چې، په افغانستان کې یو زیات شمېر ښځې په کورنیو کې هم د زورزیاتیو قربانیانې دي او په وینا یې اسلامي امارت باید دغې چارې ته هم پام وکړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button