نړیوال خبرونه

اا: مفسیدینو ته زموږ حکومت کې ځای نشته

په افغانستان کې د طالبانو حکومت

افغانستان کې د طالبانو دولت د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نامه د شورا هغو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ګواښ یې کړی چې که طالبان له دوی سره پر یوه پراخ بنسټه حکومت سلا نه شي، وسله وال مخالفت به نور هم پراخ کړي.

طالبانو د دغې شورا غړي مفسدین او د افغانستان د بدمرغیو لاملین بللي دي. د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د بخښنې دروازې لا هم د پخواني نظام سیاسي څېرو ته خلاصې دي خو وايي دا کسان به د چارواکو او د کابینې وزیرانو په توګه نه منل کېږي. بل لور ته د طالبانو دفاع وزارت چارسمبالی وزیر ملا محمد یعقوب خپل پوځي مخالفین بغاوت ګر بللي او د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته یې ویلي د دغو ډلو د تمویلوونکو پر وړاندې به په کرار نه کښېني.

د یادونې ده چې د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نامه د شورا مشرانو چې ګڼې پخوانۍ سیاسي څېرې پکې دي، وړمه ورځ د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ په تړاو په یوې مجازې یا پر انټرنټ خپرېدونکې غونډې کې د دې شورا منشور اعلان کړ، او طالبانو ته یې د خپلو غوښتنو نه منلو صورت کې د وسله وال مخالفت پراخولو ګواښ وکړ.

نور یی ولوله | متقي : نړۍ باید له افغانستان او نوي نظام سره همکاري وکړي

نور یی ولوله | حکمتیار: تر ټولو بویه لاسته راوړنه د افغانستان نه د امریکا وتل وو

د شورا مشري محمد یونس قانوني کوله.

خو پرون بیا د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد دې ناستې غبرګون کې په واک کې د دوی د شریکولو غوښتنه رد کړه او په څنګزنې اشاره یې دوی ته د طالبانو له خوا اعلان شوې بخښنه هم کافي وبلله. هغه وویل: “په دې ورځو په اصطلاح یو شمېر سیاستوال، له هېواده بهر سره ټولېږي، البته هغه هم فزیکي نه بلکې سره په آنلاین ډول ټولېږي، هماغه مفسده کتله چې له ۱۳۷۰ او ۷۱م کال راهیسې په تېرو ۳۰ کلونو کې د فساد لامل شوي،

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button