نړیوال خبرونه

اتمر:موازي حکومتونه رامېنځته کېدل د منلووړ نه دي

 جنبش او وحدت اسلامي ګوندونو د موازي حکومت جوړولو خبرداری ورکړ

د ټاکنو دوه سیال ټیمونه چې اوس بري او ماتې ته ساعتونه شمېري، وروستیو پایله له اعلان وړاندې د ثبات او همپالنې ټیم خبرداري ورکوي، خو دولت جوړوونکی ټیم بیا غلی دی.

داسې ښکاري چې ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان بیا له جنجال سره مخ دی.

د ثبات او همپالنې ملاتړو درې سیاسي ډلو چې کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او جنرال دوستم یې مشري کوي په جلا پیغامونو کې خبرداری ورکړی که د ټاکنو کمېسیون ددوی د غوښتونو سره سمې پایلې اعلان نه کړي، نو د عبدالله عبدالله په مشرۍ به یو بل حکومت اعلان کړي.

د حکومت اجرایه مشر دې خبرداري ته قوت ورکړ چې د رڼو ټاکنو پرته د پایلو اعلان نه مني.

عبدالله عبدالله داسې وویل(( ثبات او همپالنې ټیم خپل تصمیم نیولی دی او پرېکړه مو روښانه او واضیح ده. موږ ته د ټاکنو رڼې پاېلې د منلو دي زموږ دریځ واضیح دی که د ټاکنو پاېلې رڼې او مشروع نه وي په هیڅ صورت موږ ته د منلو نه دي.))

دا خبرداری د ۲۰۱۴ کال جنجالي پړاو ته ورته دی چې د پایلو د نه منلو پرسر عبدالله عبدالله ګواښ وکړ چې خپل حکومت اعلانوي، خو وروسته د نړیوال فشار په پایله کې د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شو هغه نا متجانس جوړښت چې ولسمشر غني په کې خپله پنځه کلنه دوره په جنجالونو تېره کړه.

د ملي امنیت شورا مخکینی سلاکار حنیف اتمر بیا په اوسني وضعیت کې د موازي حکومت اعلانول د زغم وړ نه بولي او د پایلو منلو باندې ټینګار لري.

محمد حنیف اتمر داسې وویل(( اوس چې دوی انتخابات کړي دي چې هر څومره رایه کارېدلې باید چې په صداقت یې نتیجې ته  ورسوي او پاېلې ومني، قانون رعایت کړي او درغلي په کې ونه کړي. دویمه مسله دا چې که ځینې وايي دا نظام نه منو او موازي حکومت جوړوو دا د منلو وړ نه ده. موږ یوه لاره لرو چې په اتفاق سره به ژوند کوو او دا نظام به ساتو. افغانستان کې د کورنیو جګړو پیلوول او د دوه حکومتونو جوړول نه د افغانستان ملت ته د زغم او منلو ده او نړیوالو ته. نو بناً زموږ سیاسیون دې دداسې څرګندونو نه ډډه وکړي.)) 

د خبرداریو او ګواښونو پخوانۍ تجربه داده چې عبدالله عبدالله په حکومت کې لویه برخه واخیسته، د ملي یوالي حکومت له دوه مشرانو جوړ شو او ټاکنو کټونکی او بایلونکی نه درلود.

له حکومت جلا سیاسي ډلې بیا د سولې وروسته حکومت ته انتظار کاږي چې ټولې خواوې په کې شاملې وي.

افغانان د ملي یوالي په نوم حکومت څخه ښه خاطره نه لري او بیا ښایي داسې یو حکومت ته زړه ښه نه کړي چې یوازې جنجالونه او خپلنمنځۍ ناندرۍ په کې روانې وي او د دوی ژوند په کې مخ پرځوړ روان وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button