ځایی
رجحان

اتمر: د ایران نوی حکومت باید د افغان کډوالو خوندیتوب ته پام وکړي

حنیف اتمر د ایران له نوي حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو لپاره دې مناسب چاپیریال برابر کړي

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران نوی حکومت باید د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

حنیف اتمر په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون ویلي: «هغه کسان چې د کډوالو پروړاندې ددغه ناوړه چلند لامل شوي باید ورسره قانوني چلند وشي.»

نوموړي په خپل اېکس کې دغه راز لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران په بېلابېلو سیمو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي.

له افغان کډوالو سره د ایران نامناسب چلند

که څه هم له افغان کډوالو سره ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلند د ایران د پولیسو او خلکو له خوا نوې خبره نه ده، خو په وروستیو ورځو کې د یوه ۱۵ کلن افغان ځوان غاړه چې د پولیسو له خوا د ربړولو پر مهال ماته شوې ده، غبرګونونه او نیوکې راپارولې دي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم له یاد ځوان سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «دا پېښه ډېره زړه بوږنوونکې ده.»

نوموړی وایي، چې له کډوالو سره دا ډول چلند د همسایه دارۍ د حق او د ۱۹۵۱ کنوانسیون له ګټو سره خلاف عمل دی.

ښاغلي نور د ایران دولت او خلکو ته په خطاب کې لیکلي: «له بدې حادثې څخه مو دلته پناه راوړې ده.»

اتمر او نور له څلورو لسیزو راهیسې میلیونونو افغانانو ته د ایران له کوربتوب مننه کوي او وایي، چې تمه ده د ایران دولت او ملت د افغانستان اوسني سخت شرایط درک کړي.

له یوه افغان سره د ایراني پولیس غیرانساني چلند

دغه پخواني چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د ایران د دماوند ښار په ابسرد کلي کې ایراني پولیسو د یوه افغان کډوال لاسونه او پښې نيولي او پر غاړه یې زنګون ور اېږدي، چې له امله یې د دغه ځوان غاړه ماته شوې ده.

په دې وروستیو اونیو کې په افغان کډوالو باندې د ایران د امنیتي ځواکونو او یو شمیر ایراني وګړو فشارونه او دغه راز د دوی پروړاندې د بریدونو پیښې د پام وړ زیاتې شوې دي.

افغانستان چې له څو لسیزو راهیسې د سختو جګړو او ناخوالو شاهد دی، ډېر کله افغانان د خپل ژوند د خوندي پاتې کېدو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوالۍ ته اړ شوي دي، خو په دغو هېوادونو کې هم له سخت او تاوتریخوالي ډک چلند سره مخامخ شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button