کورني خبرونه

احمد ولی مسعود : نړیوال دی طالبان په رسمیت نه پیژنی

 افغانستان افغانستان

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ويلي طمع لري چی د نړيوالې ټولنې له   طرفه  د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو پاليسي به په قاطعيت سره دوام وکړي  او دا يې د پراخ مقاومت د افغانستان دننه او بهره د پراخو اعتراضونو پايله بللې .

احمد مسعود په یوه تازه خپور  شوې بيان کې ويلي موږ د نړۍ د هېوادونو له طرفه د طالبانو د ادارې په رسمیت نه پېژندلو او د همشموله حکومت پر جوړېدو د ټينګار د مناسب دريځ هرکلی کوو نوموړي زياته کړې طالب ځواکونو په کندهار، بلخ، دايکندي، انداراب او پنجشېر ولايتونو کې داسې کړنی ترسره کړي چې دا ټول د جنګي جرمونو، نسل وژنې، توکميز چلند او د بشريت ضد جرمونو ښکاره مثالونه دي ښاغلي ويلی تر هغه به جګړه او مقاومت کوي ترڅو چې د خپلو خلکو مشروع اهداف يې نه وي لاس ته راوړی

20211013 162158 1

وروسته له هغه چې طالبانو پنجشېر ونيو د احمد مسعود او د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ځای په اړه ضد او نقيض راپورنه ورکول  ځينو  ويل چې دوی تاجکستان ته تلي خو دا خبرونه په خپلواکه توګه نه دي تاييد شوي بل طرف ته طالب وياندويانو تر دې وړاندې دا ډول تورونه رد کړي . د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي پرون د قطر مرکز دوحه کې وويل چې اوس په ټول افغانستان کې امنيت او امنيتي پېښې د تېر پرتله زیات کمې راغلی

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

ښاغلي متقي په خاص توګه د پنجشېر په باره  وويل په دغه ولايت کې وضیعت ارام دی او د پنجشېر خلک له طالبانو خوښ دي نوموړي په نړيواله ټولنه هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کار وکړي ترڅو په دغه هېواد کې د بشري ناورين مخه ونيسي

خو د چین، روسیې او پاکستان په څېر ځينې هېوادونه په کابل کې سفارتونه او استازولۍ لري او طالبان د افغانستان دننه او بهر د نورو هېوادونو له استازو سره ناستې کوي چې ويل کېږی ډېر تمرکز يې د نړيوالو له طرفه د دوی په رسميت پېژندلو او له نړيوالو سره د اړيکو پر جوړولو دی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button