نړیوال خبرونه

ارزګان کې د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

ارزګان کې د ‘موې’ موسسې له خوا د دغه ولايت د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو او درملو مرسته وشوه.

د دې موسسې ولايتي مسول پیدا والله ناصري یوې سرچینې ته وویل: “د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانیو په ارزښت مو طبي او غېرې طبي وسايل او د ۱۸ نیم ميليونه افغانیو درمل مو پیرلي چې د ارزګان پر ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته به يې ووېشو. د يادو مرستو په ترسره کېدو به په روغتونونو کې شته ستونزې حل شي.”

 

پر ارزګان واکمن طالبان بیا د دغو مرستو هرکلی کوي او زياتوي چې د دغو مرستو سره به په روغتونونو کې پرتې ستونزې حل شي. همدا راز د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال دغه مرستې ګټورې ګڼي او وايي، یادو مرستو ته زیات اړتیا وه، خو په وینا یې دغه مرستې بسنه نه کوي او د نورو غوښتنه کوي.

عام خلک هم د يادې موسسې له خوا د ترسره شوېو مرستو هرکلی کوي او په خبره يې چې خلک په روغتيايي مرکزونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم دغه ولايت کې په روغتيايي مرکزونو کې خلکو د درمل او نورو روغتيايي اسانتياوو له نشت څخه شکايت کاوه او دې برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه کوله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button