سات تيري

ارشي خان:د اینده حکومت په راتګ سره یې د افغانستان کرکټر سره ښايي د واده هیلې نیمګړي پاتې شي

ارشي خان د تلویزون یوه ماډل او مشهوره اداکاره ده.نوموړې د تلویزونونو له لارې سریالي خپرونې په مخ وړي،د هغې مشهور سریال «رات کې راني بیګم جان» سريال په مخ وړلو دنده هم لري.ددې ترڅنګ «بوس ۱۱» او نوري تلویزوني خپرونې هم په مخ وړي.

په وروستیو کې د نوي حکومت په راتګ سره یاده اکټره هم خواشیني ده چې داسې نه د نوي ادارې په راتګ سره یې د افغانستان یوه کرکټر سره د واده هیلې خاورې نشي.که څه هم دغه ماډل او تلویزوني اکټرې د کوم افغان کرکټر نوم ندی یاد کړئ چې هغه ورسره د واده هیله لري.خو راشدخان هغه لوبغاړی دی چې لدې وړاندې د ډیرو مشهورو فلمي اداکارانو لخوا ورته وړاندیز شوی دی.

پخپله راشدخان ویلي،تر هغې به واده ونکړي،ترڅو یې چې افغانستان ته نړیوال جام اتلوالي خپله کړي نه وي.ارشي خان وویل: « ما غوښتل چې د پلار په خوښه په راتلوونکي اکتوبر میاشت کې د یوه افغان کرکټر سره واده وکړم.خو د نوي حکومت په راتګ سره امکان دا دی چې د واده اړیکې مو سره پای ومومي.

20210824 090226

نوموړې اداکاره زیاتوي،اصلا د افغانستان سره تعلق لري او په څلور کلنۍ کې له افغانستان څخه هندوستان ته مهاجره شوي ده.«زمونږ رشته له افغانستان سره ده.په قوم یوسفزي یو.زه څلور کلنه ووم چې له خپل نیکه سره یو ځای له افغانستان څخه هندوستان ته مهاجره شوم.

ارشي خان زیاته کړه.دا چې طالبانو نوی حکومت رامنځ ته شو،اوس نه غواړي چې له یاد کرکټر سره هم واده وکړي.هغې زیاته کړې چې دغه لوبغاړي سره به خپله ملګرتیا جاري وساتي،خو اوس به د یوه هندي کس په لټه کې شي،ترڅو ورسره واده وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button