کورني خبرونه

ارغنديوال: رباني د ای ایس ای مشر حمیدګل په ارګ کې خپل امنیتي سلاکار ټاکلی و

عبدالهادي ارغندیوال ویلي، برهان الدین ربانې په ارګ کې د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال حمید ګل خپل سلاکار ټاکلی و

د کمونیستي دولت له پرځېدو وروسته پروفیسور برهان الدین رباني چې د افغانستان لنډمهاله ولسمشر و، په ارګ کې یې د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال حمید ګل خپل امنیتي سلاکار ټاکلی و.

د هغه وخت ځینې مشران مجاهدین چې له رباني سره نږدې پاتې و، وايي چې د حمید ګل کسان به له ارګ ووتل او د کابل شاوخوا سیمې به یې بررسي کولې او ویل به یې چې دا ځای په دومره مترۍ کې په پلاني ماډل توغندیو ویشتل کېدای شي او ددې تر څنګ په هغه اسنادو کې ګرځېدل چې له کمونیستي دولت پاتې وو.

د ارغندیوال شاهدي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د یوې انشعابي برخې مشر عبدالهادي ارغندیوال، چې د حامد کرزي او اشرف غني په کابینه کې وزیر و، خو اوس جلا وطنه شوی، په یوه نوې وینا کې ویلي چې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د استخباراتو پخوانی رئیس جنرال حمید ګل په ارګ کې د هغه امنیتي سلاکار و.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ: اسلام اباد ته د طالبانو ګواښ؛ که پاکستان راسره ژر هوکړې ته ونه رسېږي د تورخم او خلارڅي لارې به دایمي وتړي

نور ولولئ: د ای ایس ای پخوانی مشر اسد درانی او طالبان

ارغندیوال، چې په یوه بهرني هېواد کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر د شهادت په اړه غونډې ته وینا کوله، پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی دښمن وباله او ویې ویل، دی شاهد و چې له یوه پلوه یې حمید ګل په ارګ کې رباني سره مشورو ته کینولی و او جګړې ته یې هڅاوه او بل لور ته د پاکستان د استخباراتو نور کسان په چهاراسیاب کې له ګلبدین حکمتیار سره ناست وو او د جګړې مشورې او لارښوونې یې ورکولې.

له رباني سره د ای ایس ای نور غړي

ارغندیوال، چې هغه مهال د ګلبدین حکمتیار له نږدې کسانو څخه و، له نوموړي سره د پاکستاني استخباراتو د موجودو کسانو نومونه نه دي اخیستي.

هغه په عین حال کې د لر و بر یو افغان شعارونه ورکړي او له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه یې ملاتړ څرګند کړی.

د رباني او حکمتیار پلویانو د ارغندیوال څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوسنیو واکمنو طالبانو منتقدان د دوی رژیم هم د پاکستان د استخباراتو د مخکیني رئیس فیض حمید په لاس جوړ شوی ګڼي او په دې اړه د جمهوري نظام له سقوط وروسته کابل ته د هغه سفر او له مغرورانه انداز سره یو عکس خپرول یې د دلیل په توګه یادوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button