نړیوال خبرونه

ارغندیوال: د مالیې وزارت نه ځکه لرې شوم چې د یو شمېر کړیو فرمایشونه مې نه منل

د مالیې وزارت څخه لرې شوی. پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي له وزارت ځکه ګواښه شوم چې ارګ کې مې د یو شمېر کړیو غیر قانوني فرمایشونه نه قبلول. عبدالهادي ارغندیوال نن په یو خبري کنفرانس کې د نوموړي د ګوښه کېدو په مکتوب کې ذکر شوي تورونه بې بنسټه وبلل.

هغه زیاته یې کړه چې د ارګ د کړیو په غیر قانوني فرمایشونو یې خیال نه راوړه ځکه له دندې لېرې شو.عبدالهادي ارغنديوال خبري کنفرانس کې یاده کړه چې د چارو ادارې په قراردادونو کې له ۱۸ ډوله غوښو سره ما مخالفت کړی، له همدې امله د تدارکاتو کمېسیون ونه غوښتل چې زه په کابینه کې پاتې شم. ارگ کې ځانگړې حلقې زما په کارونو کې لاس وهنه کوله.ارغندیوال وړاندې زیاتوي ځینو چارواکو زنګ وهلی وو چې ځينې ګمرکونه موږ ته راکړئ،

خو دهغه په وبږینا زموږ کلک دریځ دا وو، چې موږ له بیت المال سره معامله نه کوو. موږ د مالیې وزارت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په ریزرف کې د ۱۴۰۰ مالي کال چې نوی مالي کال دی ۳۱ مېلیارده افغانۍ لرلې.ارغندیوال د عزل مکتوب کې غیر قانوني ګومارنو ته په اشارې وویل چې زما په مدیریت کې هېڅ غیرقانوني ټاکنه نه ده شوې، د وزارت عادي بودیجه کابو ۹۰ سلنه او پراختیايي بودیجه هم ۸۳ سلنه لګول شوې ده.

هغه همداراز وویل د جنوا په کنفرانس کې مو وکولی شول چې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د ۱۳.۴ میلیارده ډالرو مرسته تر لاسه کړې.زه د ناروغۍ په بستر کې وم خو کله چې وزارت ته راغلم ماته زما د عزل سند په لاس راکړل شو.ارغندیوال وایي که څه هم ولسمشر غني ورته منلې وه چې په چارو کې به یې څوک لاسوهنې نه کوي خو وایي په ارګ کې یوې خلصې کړۍ یې په چارو کې لاسوهنه کوله او غیر قانوني فرمایشونه یې نه منل کېدل.

ارغندیوال: د مالیې وزارت نه ځکه لرې شوم چې د یو شمېر کړیو فرمایشونه مې نه منل
ارغندیوال: د مالیې وزارت نه ځکه لرې شوم چې د یو شمېر کړیو فرمایشونه مې نه منل

نوموړي څرګنده کړه چې په وزارت کې یې د نړرو وزیرانو په څېر خپلوان او د اړیکو خلک نه دي مقرر کړي او نه یې داسې کسان په دندو کړي وو چې ټامیان وو له بهر راغلي وو او ډالري معاشونه یې اخیستل.ارغندیوال وایي ملي ګټو ته ژمن یم، دفاع یې کوم او دې لپاره لویو قربانیو ته هم چمتو یم.هیره دې نه وي چې نوموړی د ولسمشر غني په فرمان لرې شو اوځای ناسته ېې خالد پاینده وټاکل شو.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button