Uncategorized

اروپايي اتحاديه:عبدالله عبدالله دې افغانستان کې سیاسي اختلاف ختم کړي

د هېواد پخواني اجراييه رييس عبدالله عبدالله ته اروپايي اتحاديې په کلکه ويلي دي، چې نور دې خپل سياسي اختلافات ژر تر ژره پاى ته ورسويد ځينو رسنيو د راپورونو په وېنا، د اروپايي اتحاديې د پلاوي مشر او په کابل کې د دې اتحاديې د غړيو هېوادونو سفيرانو او استازو د عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کړې ده چې د حکومت پر وړاندې دې خپل مخالفت پاى ته ورسوي..

د اروپايي اتحاديې له لوري په يوه خپاره شوي بيان کې ويل شوي دي، چې پخواني اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره يې په ټيليفون خبرې کړې دي او له هغه نه يې غوښتنه کړې ده چې نور بايد سياسي اختلافات پاى ته ورسوي.

په دغه بيان کې همدا راز ويل شوي دي، که په افغانستان کې کورني سياسي اختلافات همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان او افغانانو د ښېګڼې راتلونکې به له خطر سره مخ شي.

دوى همدا راز له افغان سياستوالو غوښتنه کړې ده، چې د افغانانو خېر او ښېګڼې ته دې لومړيتوب ورکړي.

اروپايي اتحاديې عبدالله عبدالله ته همدا راز ويلي دي، چې د کورونا ويروس پر وړاندې مبارزه او د سولې خبرې د افغانستان لپاره تر هر څه مهمې دي.

عبدالله عبدالله چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې خپله ماتې نه مني او د ټاکنو له پايلو وروسته يې اعلان وکړ، چې هغه د افغانستان د همه شموله حکومت ولسمشر دى او په دې سره يې لوړه هم وکړه. که څه هم عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د سياسي جوړجاړي په موخه ډېرې ناستې او ليدنې هم وشوې، خو هېڅ پايله يې ور نه کړه.

د یادونې وړ ده چې عبدالله عبدالله لا هم په دې باور لري چې د مزاکراتو له لارې دې د سیاسي اختلافاتو ته د پاۍ ټکې کېښودل شي.او یو همه شموله حکومت دې جوړ شي. خو لا هم دغه اختلافونه جیریان لري.

 .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button