نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه وايې کابل کې زموږ ‘محدود شتون’ د طالبانو په رسمیت پېژندلو مانا نه لري

اروپايي ټولنه وايي، د بشري مرستو رسولو چارو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د څار لپاره په کابل کې د دوی ”لږ تر لږه حضور ” باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو معنا معنا لري. د دې ټولنې د بهرنیو چارو برخې ویاند ښاغلي پیټر سټانو ویلي، افغانستان کې یې محدود شتون د دې لپاره دی چې دې هېواد ته د بشري مرستو رسولو کې سهولت رامنځته کړي او هلته بشري وضعیت وڅاري.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشبې پر ورځ ویلي وو، له اروپايي ټولنې سره د دوی له پرلپسې خبرو وروسته دغې ټولنې افغانستان کې د خپل اوږدمهاله اړیکو لپاره ‘خپل سفارت خلاس کړی دی. ‘ ښاغلي دغه راز ویلي، اروپايي ټولنې له مخکنۍ ۲۲۰ میلیونو یورو وروسته تازه د ۲۶۸ میلیونو یورو نوره مرسته هم اعلان کړې چې یوه برخه به یې د افغان ښونکو معاشونو ته ځانګړې شي.

نور یی ولوله | د طالبانو پوهنې وزیر وایي، چې ډېره هیله شته چې د نوي کال له شروع سره به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

د ښاغلي بلخي په ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي: ”له پرلپسې لیدنو او د اروپايي ټولنې له استازو سره یوه تفاهم ته له رسېدو وروسته اروپايي ټولنې رسماً په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت پرانیست او فعالیت یې پیل کړ. ” اروپايي ټولنې د تېر اکتوبر وروستیو کې ویلي وو، له طالبانو سره د چلن په اړه د یوه تګلارې په لټه ده او غواړي د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي خو له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي.

اوس مهال اکثره لویدیځو هېوادونو خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ له کابل نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولې او له دوحې ښار نه د طالبانو او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د یوې وسیلي په توګه کار اخلي. دغه راز د طالبانو استازي هم ډېر ځله د اروپايي ټولنې له استازو سره د لیدنې په خاطر دوحې ته ورځي او هلته د نورو هېوادونو له چارواکو سره هم لیدنې کتنې کوي. یاده دې وي چې د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ هېڅ کوم هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button