نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته ژمن یوو

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې سفیر اولوف اسکوګ وايي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته ژمنه ده.

اروپايي ډېپلوماټ
دغه اروپايي ډېپلوماټ د یاد سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې زیاتوي، افغانستان له ستر اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دى او اټکل کېږي چې په راتلونکي ژمي کې به وضعيت نور هم خراب شي. په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازی اولوف اسکوګ وايي:«په افغانستان کې د حکومت له پيژندلو پرته، اروپايي ټولنې له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې دي؛ څو په افغانستان کې د ستر بشري او اقتصادي بحران د کمولو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره عملي لارې چارې رامنځ‌ته کړي.

نور یی ولوله | امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

نور یی ولوله | د قزاقستان ناسته؛ په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده

هغه زياتوي، د افغانانو تر څنګ پاتې کېدل یوه ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لري. بل لوري ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست، په‌دې غونډه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر همکارۍ ټينګار کوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق وايي: «افغان ولس د جګړې، بې وزلۍ، لوږې، د خوړو د نه خوندیتوب، بې‌کارۍ او مهاجرت سره لاس او ګریوان دی. دوی د آرام او باعزته ژوند مستحق دي. د افغانستان خلک د سولې، ثبات او تلپاتې هوساینې د ترلاسه کولو او د دوی د هيلو د پوره کېدو لپاره د ټولو نړیوالو شریکانو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري

قطر کې د اسلامی امارت د سياسي دفتر مسوول
بل لوري ته په قطر کې د اسلامی امارت د سياسي دفتر مسوول، سهيل شاهين وايي، چې نړيوالې ټولنې د افغانستان په اړه خپل مسووليت نه دی تر سره کړی او بېلابېلې زيربنايي پروژې يې هم په نيمايي کې پريښي دي. په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رییس سهیل شاهين زیاتوي: «نړيوالې ټولنې د افغانستان د ولس پر وړاندې په اقتصادي برخه کې خپل مسووليت نه دی ادا کړی. له يوې خوا يې ډېرې پروژې نيمګړې پرېښي او له بلې خوا يې هغه پروژې، چې د دوی په انکشافي پلان کې شاملې وې نه دي شروع کړي. په ملګرو ملتونو کې د المان دایمي استازې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button