نړیوال خبرونه

د قزاقستان ناسته؛ په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده

د چین وزیر د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره کار کوي.

د چهارشنبې په ورځ د منځنۍ لسیا د هېوادونو او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د چین، ازبیکستان، قزاقستان،قرغیزستان، قزاقستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون په قزاقستان کې جوړه شوه. د چین د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په یوې برخه کې وویل،چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره به د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره په ګډه هڅې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر  وانگ يي «موږ او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل نظرونه داسې همغږي کوو، چې په دغه هېواد کې سوله رامنځته شي، ځکه په دغه هېواد کې سوله د سیمې د امنیت لپاره هم مهمه ده.»

که څه هم تر اوسه د منځنۍ آسیا هېڅ یوه هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی،خو چین او ترکمنستان په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي. بل خوا د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیران هم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پرجوړېدو ټينګار کوي. د دوی په وینا،د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره مهم دي.

 

 نور یی ولوله | اسلامي امارت هېواد ته د راستنو شویو کسانو د امنیت نیولو ډاډ ورکوي

 نور یی ولوله | د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله د نړۍوال بانک اندېښنه

 

طالبان او واکمن ځواک چې په افغانستان کې سوله راوستلای شي

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي وايي: «د منځنۍ اسیا هېوادونه او ملګري ملتونه کم امکانات لري؛ په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپله طالبان او حاکم قدرت دی چې دا کار کولی شي.» خو اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو غواړي،چې په افغانستان کې د ستونزو د اوارېدو لپاره لومړی باید له اوسني حکومت سره رسمي ډيپلوماټيکې اړېکې پېل کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  بلال کریمي وايي: «له ټولو وړاندې باید له اوسني حکومت سره ډېپلوماټيکې اړیکې پیل شي، څو ټولې ستونزې له رسمي لارې له مسوولو سره حل شي او وروسته دې نور هېوادونه د افغانانو د ستونزو په حل کې ګامونه پورته کړي.»

که څه نړۍوالې ټولنې د ښځو د حقونو خوندېتوب،د ټولګډونه حکومت جوړېدل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل د اوسني حکومت د په رسمیت پېژندلې لپاره خپل وارله مخه شرطونه بللي دي،خو کابل په وار وار ویلي دي،چې د رسمیت پېژندلې ټول شرطونه یې پوره کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button