نړیوال خبرونه

ارګ او جلال اباد کې د محسن داوړاوعلي وزیرپه زړه پورئ استقبال شوئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي چې نن سهار د تورخم له لارې کابل ته راروان شوي دي، لومړى يې په تورخم کې د تورخم ښاروال او د ننګرهار مرستيال هرکلى وکړ او هلته تر لنډې دمې وروسته دوى د جلال اباد پر لور روان شول اسمهال یی ارګ پزاخه اسقبال وشو.

په جلال اباد کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دواړو پراخ هرکلى وکړ، چې د دوى ستړي مه شي ته يې ځانګړي مراسم نيولي و، د ننګرهار له والي سره تر ليدنې او دغلته له خلکو سره تر ليدنې وروسته، ويل کېږي چې له هغه وروسته به دواړه په يوه چورلکه کې کابل ته راشي.

محسن داوړ او علي وزير چې پرون له خېبر پښتونخوا نه ده سياستوالو سره په ګډه کابل ته راروان و، په اسلام اباد هوايي ډګر کې د پاکستان حکومت دوى پرې نه ښودل چې کابل ته راشي.

د پاکستان حکومت يې لامل دا ښکاره کړ، چې د دواړو نومونه په هغه ليسټ کې دي چې دوى نه شي کولاى له پاکستانه بهر لاړ شي.

خو ماښام د پاکستان د لومړي وزير عمران خان يوه ځانګړي سلاکار خبر ورکړ، چې عمران خان د کورنيو چارو وزارت ته امر کړى دى چې محسن داوړ او علي وزير ته دې اجازه ورکړي چې کابل ته لاړ شي.

سهار وختي محسن داوړ په خپل ټويټر باندې خبر ورکړ، چې دوى کابل ته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره روان دي.

ارګ او جلال اباد کې د محسن داوړاوعلي وزیرپه زړه پورئ استقبال شوئ

محسن داوړ او علي وزير چې هوايي راتګ يې ممکن نه و، د تورخم له لارې د کابل پر لوري روان شو، چې په تورخم کې يې د تورخم ښاروال هرکلى وکړ او له هغه وروسته جلال اباد ته لاړل، چې هلته يې د ننګرهار والي هرکلى وکړ.

ويل کېږي چې په پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل هم جلال اباد ته تللى دى او يوه ځانګړې چورلکه يې د دواړو د راوستلو لپاره بيولې ده، تر څو کابل ته پکې راشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button