ساینس او ټېکنالوژي

ارګ: د فورجي انټرنیټي خدمتونو په برخه کې د پانګونې د څرنګوالي په اړه بحث وشو

ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) رهبري پلاوي او اړوندو ادارو سره په غونډه کې د فورجي انټرنیټي خدمتونو په برخه کې پر پانګونې خبرې وکړې.

په سر کې د اترا ادارې عمومي رئیس د یادې ادارې د فعالیتونو او فورجي خدمتونو د مزایدې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي او همدا راز د مزایدې پروسې د حقوقي، تخنیکي او مالي شرایطو په اړه معلومات ورکړل.هغه زیاته کړه، فورجي خدمتونه به په پیل کې د کابل په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پنځه ستر ښارونه په ۱۸ میاشتو او په دویم پړاو کې به ۱۳ ولایتونه په ۲۴ میاشتو کې تر پوښښ لاندې راولي.

وروسته بین المللي متخصصینو چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو د فور جي انټرنیټي خدمتونو د لاټونو او د مزایدې د ارزونې، ګواښونو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل.جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، د مزایدې بهیر باید په شفاف ډول ترسره او لا له وړاندې دې.

او د یادې پروسې د فرصتونو، ګواښونو او ننګونو په اړه خلکو او رسنیو ته واضح معلومات ورکړل شي.د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د اترا ادارې مسوولینو ته وویل، د ننګونو د مدیریت په برخه کې دې د مزایدې په ورځ او له هغې وروسته د مدیریت او پانګونې واضح بدیل پلان موجود وي.

20210508 194302

باید یاده کړو چې افغانستان کې لاهم د انټرنټي کڅوړو کیفیت کمزوری دی او هره ساحه کې سم کار نکوي او هره شېبه خلک مخابرتي شرکتونو ته شکایت کوي. همداراز دوی د ګرانې بیعې نه هم تنګ دی او وای چې دنورو ګاونډي هېوادونو په څېر ېې باید انټرنټي کڅوړې په کمې بیعې وپلورل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button