هنر او ادب

اریانا سعید اوس تازه څه ویلي دي؟

د هېواد مشهورې سندرغاړې او د ښځو حقوقو مدافعې اریانا سعید دا ځل په پښتو ژبه فولکوریکي یا کلیوالې سندره ویلې، چې طرز یې هم ورته مجلسي جوړ کړی دی.

د اریاما سعید سندرې:

د دغه سندرې په اړه په خپله اریانا سعید په فیسبوکپاڼه مینه والو ته خبر ورکړی، چې هلکانو! ایا زما نوې کلیوالي سندره مو اورېدلې، کومه چي ما (Tuti) خپره کړې ده؟ دغه سندرغاړې په خپله فیسبوکپاڼه خپل نوي انځورونه هم خپاره کړي، چې په هغې کې یې افغاني جامې اغوستي وي او چا چې ورته دا جامې ډالۍ کړي وي، له هغې هم مننه کړې ده

نور یی ولوله | د پاکستان مشهورې موډلې متیرا، ملاله یوسفزۍ په اړه څه ویلي؟

نور یی ولوله | نجیبه فیض: اقتصادي یا مالي خپلواکي د ښځو لپاره ډېره مهمه ده

د اریانا سعید پوسټ: 

د اریانا سعید دې پوسټ په یو ساعت کې شاوخوا دوه زره لایکونه اخیستي او په لسګونو کسانو ورته په زړه پورې کومنټونه هم کړي دي.نوموړې د سقوط څخه د مخه د افغانستان په بیلا بیلو ځایونو کې کنسرټونه کول او عام ولس ته به ېې سات تیری جوړوله.

د یادولو ده چې د اریانا سعید کلیوالي سندره (مینه لوی دریاب دی پرې ګډېږمه، زه د دیدن تږی نه مړیږمه) د (Tuti) په نوم یوټیوب چینل د روانې سپتمبر په ۲۳مه خپره کړې، چې تر دې مهمه ۸۵ زره لېدونکي لري.نوموړې اوسمهال امریکا کې ژوند کوی او د ژوند ټولې چارې او خپل مژغلا د دغه ځایه خلکو ته وړاندې کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button