نړیوال خبرونه

اریانا شرکت د کابل – مسکو الوتنې پیل کړې

اریانا هوايي شرکت د کابل – مسکو مستقیمې الوتنې بیا پیل کړې. د شرکت چارواکي وايي چې دا به د دوشنبې په ورځ الوتنې ترسره کړي او د سه شنبې په ورځ به د نورمال په توګه راشي. د کابل – مسکو الوتنې له شاوخوا یوه کال راهیسې ځنډول شوې دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي وويل: مسکو ته د اريانا هوايي شرکت الوتنې د تېر حکومت پر مهال له ستونزو سره مخ وې، چې په همدې دليل ځنډول شوې وې، خو له دې وروسته به هره اوونۍ دوه الوتنې کوي. 

په ورته وخت کې، یو شمېر سفري شرکتونه د دوی د سوداګرۍ د کمیدو څخه شکایت کوي. دغه شرکتونه د کابل – مسکو د الوتنو بیا پیلول ګټور بولي. د سفري شرکت مسوول سهراب وويل: “زموږ خلک د الوتنو په ترانزيت کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. ټولو ته څرګنده ده چې د خلکو اقتصاد کمزورى دى او نه شي کولاى، چې لګښت پرې وکړي.”

نور یی ولوله | فایق: د افغانستان خلکو ته باید د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو تاوان ونه رسیږي

یو شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې مسکو ته د اریانا د الوتنو بیا پیلېدل به د هېواد د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یو اقتصاد پوه شاکر یعقوبي وویل، “مستقیم الوتنې د سوداګرۍ، پانګونې، سفر او لیږد بهیر چټکوي او د نور ضایع کیدو مخه نیسي.” او دا کولی شي د هیواد هوایی چلند سکتور ته د پخوا په پرتله ښه ګټه ورسوي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، اوسمهال د کابل له هوايي ډګر څخه هره ورځ څه باندې شل کورني او بهرني الوتنې کېږي، چې درې يې کورني او پاتې نورې يې ترکيې، قطر، ايران، پاکستان او چين ته دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button