Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

استاد عطا پر پکتیکا د پاکستان تیري ته غلی، خو د ایراني جنرال پر ۵م تلین ویر کوي

عطا محمد نور د پکتیکا پر وحشي برید چوپه خوله، خو پر قاسم سلیماني خواشیني څرګندوي

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د پکتیکا پر ویر چوپه خوله، خو د ایراني جنرال قاسم سلیماني د ۵ تلین د رارسېدو له امله یې خواشيني څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سلیماني مړینه د ایران او د اسلامي نړۍ لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

د هغه دغه پیغام تر هغه وروسته له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د برید په ترڅ کې لسګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله واړوله او عطا محمد نور پرې هېڅ ډول غبرګون و نه ښوده.

پر عطا محمد نور نیوکې

نیوکه کوونکو ښاغلی نور پردي پاله کس بللی او وایي، چې د افغانستان مسایلو ته په قومي او سمتي سترګه ګوري.

نور په خپل پیغام کې قاسم سلیماني ته د شهید کلمه کارولې او ویلي یې دي: «په ډیرې خواشینۍ سره د زړونو د سردار او د مقاومت د بنسټګر حاجي قاسم سلیماني د شهادت د پنځم تلین په مناسبت د ایران مشرتابه او ستر ملت او د هغه کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.»

نور ولولئ: پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شوو ۱۸ ته ورسېده

نور ولولئ:  پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

عطا محمد نور پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال وسله وال جهاد ته ودانګل، خو د هغه وخت په انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د پاکستان د پخواني دکتاتور ضیاءالحق انځورونه په خپل دفتر کې مېخ کوي. ښاغلی نور د هغه وخت مجاهدینو له قومندانانو څخه و چې د پاکستاني واکمن ضیاءالحق پر وژل کېدو یې غوايي خیرات او هغه ته یې دعاګانې وکړې.

پر عطامحمد نیوکه کوونکي وايي چې پر نوموړي د هېواد هر ټوټه او هر وګړی حق لري چې د ستونزو او غم پر وخت یې غږ پورته کړي.

پر پکتیکا د پاکستان د پوځ بمبار

پر پکتیکا د پاکستاني پوځ هوايي بریدونه چې قرباني یې ښځې، ماشومان او بې ګناه کسان وو، د افغانستان د اکثره سیاسیونو لخوا وغندل شول، خو د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د مقاومت جبهې د پاکستان په ملاتړ اعلامیه خپره کړه او عطا محمد نور چوپ پاتې شو.

له سیمې راپورونه وايي، چې طالبانو د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځ پر پوستو تر ټولو سخت بریدونه وکړل.

طالبانو د شنبې په ورځ د غیر رسمي سرچینو له مخې وویل چې په دې بریدونو کې ۱۹ پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي، خو پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button