نړیوال خبرونه

استاذ عطاء:د مشارکتي حکومت طرحه باید ژر عملي شي

استاذ عطاء:د مشارکتي حکومت طرحه باید ژر عملي شي.د مزار شریف پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند د مرکزي شورا غړی عطاء محمد نور وایي، د امریکا متحده ایالاتو د ګډ مشارکتي حکومت طرحه له حکومت او سیاسیونو سره شریکه کړې.او باید دغه طرحه کې بيړه وشي.

ښاغلی عطاء نور له یو رسنی سره پر خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له حکومت او سیاسیونو سره د مشارکتي حکومت طرحه شریکه کړې او هغوی ته یې واضح کړې، چې امریکا ددې طرحې عملي کولو ته بیړه کی دی.ښاغلي نور وړاندې زیاته کړې. امریکا وايي، دوی ددې طرحې عملي کولو ته کم وخت لري او ټینګار لري، چې تر یو مشخص وخت پورې باید عملي شي،

د هغه پر وینا په خبره، په دې طرحه کې د افغانستان د سیاسیونو، ښځو او نورو مطرحو څېرو تر څنګ د طالبانو نظرونه هم اخیستل شوي دي.نوموړی داراز وایی امریکا ددې  تر  څنګ د طالبانو او افغان سیاسیونو او چارواکو تر  منځ د یوې ناستې  د جوړېدو وړاندیز  هم کړی، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې به رابلل کېږي.

img 20210306 171748
عطا محمد نور

هېره دې نه وي چې د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل وروستي  سفر کې د  مؤقت حکومت طرحه له سیاسیونو او چارواکو سره شریکه کړې او اوس قطر ته تللی، تر څو د طالبانو د سیاسي  دفتر له غړو سره وګوري او طرحه هغوی ته ورکړي.

ارګ که څه هم تازه د مؤقت حکومت طرحې ته غبرګون ښودلی ولسمشر غني نن د ولسي جرګې ته پر وینا کې ویلي چې د انتخاباتو نه پرته هيڅ ډول طرحه نه مني. خو بلخوا طالبان وایي، لنډ مهالي حکومتونه د افغانانو ستونزې نشي هوارولی او د افغانستان په ګټه نه دي.باید یو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button