افغانستانستاسې اند او نظرسیاستسیمه‌ییز

اسحاق ډار: پاکستان د کابل سقوط پر مهال هلته د ای ایس ای مشر د «چای څښلو» درنه بیه پرې کوي

اړوند خبر: 

خواجه اصف: که د ترکیې مذاکرات ناکام شي، له افغانستان سره مخامخ جګړې ته رادانګې

د افغانستان – پاکستان د ترینګلتیاوو زیاتېدو په دوام، تاز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال، اسحاق ډار ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کابل ته د «آی اس آی» د مشر سفر د پاکستان لپاره ګټور نه و.

اسحاق ډار ویلي چې هغه سفر یوه لویه تېروتنه وه او بیا باید تکرار نه‌شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته رسېدل په پاکستان کې د ناامنۍ لامل بللي دي، او ادعا یې کړې چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په پاکستان کې امنیتي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرې څه مودې راهیسې د اسلامي امارت او پاکستان اړیکې په بې‌ساري ډول ترینګلې شوې دي.

تازه له پاکستان سره تر وروستیو سرحدي نښتو او هوايي بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي د درېیم ځل لپاره د ترکیې په استانبول کې سره کېني.

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا ځل به د اسلامي امارت او پاکستان د استخباراتو مشران سره کېني او خبرې به وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button