اسرائیلو ته د بریتانیا ګواښ
اړوند خبرونه:
د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی
اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې که لندن د فلسطین په اړه خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي نو لندن به د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې یو فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.
د برتانیا په پارلمان کې د خبرو پر مهال ښاغلي سټارمر وویل، چې لندن د دوه ګوني دولت د حل لارې د بیا راژوندي کولو په لټه کې دی او اسراییل باید معنی لرونکي ګامونه لکه په غزه کې د اوربند موافقه، د بشري مرستو اجازه ورکول او د لویدیځې غاړې د الحاق بندول پورته کړي.
هغه په حماس هم غږ وکړ چې یرغمل شوي کسان خوشې کړي او بې وسلې کړي. د بشري حقونو ډلو لخوا د دې اقدام هرکلی شوی خو د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت دا “د حماس پر وړاندې غچ” بللی دی.
د راپورونو له مخې د برتانیا پر صدراعظم فشار هم له دننه څخه زیات شوی دی؛ د کارګر ګوند په ګډون د نهو ګوندونو له ۲۲۰ څخه زیاتو استازو یو لیک لاسلیک کړی چې د فلسطین د سمدستي پیژندلو غوښتنه کوي.
د پارلمان غړي په دې باور دي چې دا اقدام به د سولې لپاره یو قوي پیغام واستوي. دا په داسې حال کې راځي چې فرانسې هم اعلان کړی چې په سپتمبر کې به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
کییر سټارمر، په غزه کې بشري ناورین ته په اشارې سره، چیرې چې له ۶۰۰زره څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي، دا پریکړه په نړیوال سټېج کې د انګلستان د اخلاقي اعتبار د بېرته راګرځولو په لور یو ګام وباله.