نړیوال خبرونه

اسرائیلي ځواکونه د «ناصر» په نوم روغتون ته ور ننوتلي دي

اسرائیلي ځانګړي ځواکونه د غزې په خان یونس کې ناصر روغتون ته ننوتي دي

د اسرائیل پوځ وايي، د خان یونس سیمې په ناصر روغتون کې یې ”کره او محدود عملیات” پیل کړي دي.

د اسرائیلي دفاعي ځواکونو په وینا داسې ”باوري استخباراتي” معلومات یې موندلي او دغه راز له خوشي شویو یرغمل کسانو ورته معلومه شوې، چې د سویلي غزې په دې روغتون کې حماس وسله والو یرغمل شوي اسرائیلیان ساتلي دي.

دوی دغه راز وايي، یو شمېر مشکوک کسان یې نیولي دي، خو په لومړي سر کې یې ادعا کړې وه، چې ”ترهګر د روغتون له دننه هم فعالیت کوي.”

naseer hospital1
د ناصر روغتون دننه حالت

اسرائیلي ځواکونو ناروغان له روغتون په زور ایستلي

د اسرائیل دفاعي ځواکونه زیاتوي پر پنجشنبه یې د روغتون له مشر سره اړیکه ونیوله او ترې یې وغوښتل چې په دې ودانۍ کې دننه ”د حماس فعالیتونه سملاسي بند کړي.”

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا چارواکي بیا وايي، اسرائیلي ځواکونو خلک په زور اړایستلي چې له هغه ځایه ووځي او دغه راز یې د یوه دېوال ړنګولو لپاره بلډوزر کارولی دی.

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

له دې ځایه خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې روغتیاپالان او ډاکتران په داسې حال کې چارې پر مخ بیايي، چې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

په روغتون کې ناروغان هم وژل شوي

په ناصر روغتون کې دننه یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، لږ تر لږه یوه ناروغ کس وژل شوی دی.

naseer hospital2
د ناصر روغتون ناروغان له دغه روغتون بهر ایستل شوي دي

اسرائیل پرون چارشنبه له هغو ملکي خلکو چې په دې روغتون کې یې پناه اخیستي غوښتي و، چې له دې ځایه ووځي. ځايي ډاکتران بیا وايي، تېرو ورځو کې د اسرائیلي نښه ویشتونکو په ډزو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونه وايي، دوی غواړي چې د روغتون فعالیتونو دوام باوري شي

مخکې په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې حماس عامې روغتیا چارواکو ویلي و، چې ناصر روغتون ته د اسرائیلي ځواکونو له ننوتو وروسته هلته ناروغان ”له سخت خطر” سره مخامخ دي.

بل لور اسرائیلي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی د عملیاتو یو ”مهم هدف دا دی، چې باوري شي دا روغتون د غزې ناروغانو درملنې مهمه چاره پرمخ بوځي. اسرائیلي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې له روغتون مسوولینو سره په اړیکه کې وو او ”ټینګار یې کړی، چې پر کارکوونکو یا ناروغانو د وتلو په لړ کې هېڅ اعتراض نه لري.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button