لوبې خبرونه
رجحان

اسرائیل: حماس برمته شوي اسرائیل وژلي او جسدونه یې موندلې

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د برمته شوو اسرائیلیانو جسدونه یې موندلي دي

د اسرائیل پوځ ویلي، د غزې تړانګې په اوږدو کې یې د شپږو برمته شویو جسدونه ترلاسه کړي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه جسدونه یې د دوشنبې په ورځ په خان یونس سیمه کې موندلي دي.

اسرائیل وار دمخه د دغو پنځو تنو د مړینې اعلان کړی و، خو ویل کېدل چې یو تن یې لا ژوندی دی.

د ژغورنې عملیات د اسرائیلو امنیتي ادارې سره په ګډه ترسره شوي دي.

یرغمل شوي څنګه ژغورل کېدای شي؟

اسرائیل,حماس,اسرائیل وژلي او جسدونه یې موندلې

د یرغمل شویو کورنیو ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي، له غزې د پاتې ۱۰۹ یرغملو بېرته راستنېدل “یوازې د خبرو اترو له لارې کېدای شي” او د اسرائیلو په حکومت یې غږ کړی، ” هر څه یې چې په واک کې وي ترسره دې کړي.”

تر اوږدې مودې وروسته د اوربند او د یرغمل شوو د خوشې کولو معاملې په اړه خبرې روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا مهال په منځني ختیځ کې د یوې احتمالي هوکړې لپاره پر ښکېلو خواوو فشار راوړي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن اسرائيل ته د سفر پر مهال ويلي، اسرائيلو د دواړو لوريو تر منځ د واټن د لېرې کولو په تړاو د امريکا له خوا وړاندې شوی پلان منلی او اوس دا په حماس پورې اړه لري چې په غزه کې اوربند وکړي.

موجودې اندېښنې

نوموړي دا نه دي ويلي چې ايا دې پلان کې د حماس له خوا راپورته شوې اندېښنې حل شوې او که نه.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ د سې شنبې په ورځ وویل “موږ د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوو”.

هغه زیاته کړه، “موږ باید له هرې ممکنې لارې، د یوې شېبې لپاره هم د ټولو یرغمل شویو د بېرته راوستلو لپاره له کار کولو ډډه ونه کړو.”

اسرائيل د اکټوبر په ۷ مه د حماس وسله‌والو له خوا د اسرائیل په سوېل کې د بې ساري برید په ځواب کې په غزه کې پوځي برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.

حماس وړاندې ويلي وو، د منځګړي په توګه يې پر امریکا باور له لاسه ورکړی او امریکايي مذاکره کوونکي يې د اسرئيل په ملاتړ تورن کړل او زياته کړې یې وه، داسې نوې غوښتنې کوي چې حماس ته د منلو وړ نه دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button