لوبې خبرونه

شاداب خان: راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۴ ویکټې اخیستلو توان لري

راشد خان په T20 لوبو کې په 24 بالونو 24 ویکټې اخیستی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی شاداب خان وايي، چې راشد خان د هغه د خوښې لوبغاړی دی او هغه دا وړتیا هم لري، چې په شل اوریزو لوبو کې په ۲۴ توپونو باندې ۲۴ لوبغاړي هم وسوځوي.

راشد خان د T20 نړۍ تر ټولو غوره سپېنر دی

د فیوچر کرکټ وېبپاڼې د خبر له مخې، شاداب خان د جیو ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، چې راشد خان د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره سپینر لوبغاړی دی.

الراونډر لوبغاړی وايي، ځینې لوبغاړي دي، چې هغوی کولای شي په خپله ښه لوبه د لوبې بڼه بدله کړي او راشد خان هم له دوی څخه یو دی، ځکه خو د نړۍ د غوره لوبډلو سره په لیګونو کې لوبېږي.

نور یی ولوله | د شپږیزې د ۱۶ لوبو وروسته مخکښه لوبډله

نور یی ولوله | شاهد اپریدی: ۵۰ اوریزې لوبې بېخونده شوې، باید اورونه یې راکم شي

شاداب خان وویل، چې ونیندو هسا رنګا او راشد خان دوه هغه توپ اچونکي دي، چې د هغه خوښېږي. راشد خان ډېره وړتیا لرونکی لوبغاړی دی او هغه دا توان لري چې په شل اوریزو لوبو کې په ۲۴ توپونو باندې ۲۴ لوبغاړي هم وسوځوي. دا ډېره سخته ده چې د راشد خان توپونه ولوبول شي.

د یادولو وړ ده، چې شاداب خان لومړنی لوبغاړی نه دی، چې د راشد خان سره یې دومره مینه څرګنده کړې ده، بلکې د نړۍ نورو مشهورو لوبغاړو هم د راشد خان ستاینه بیا بیا کړې ده او هغه یې یو ډېر ښه لوبغاړی یاد کړی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button