نړیوال خبرونه

اسراییلو د غزې له شمال د ۱،۱ میلیونو خلکو د وتلو امر کړی

اسراییل وايي چې د غزې له شمال باید ۱،۱ میلیون فلسطینیان د غزې جنوب ته ولېږدي

ملګرو ملتونو په دې اړه اندېښنه ښودلي او له اسراییلو یې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وختي ویلي، اسرائیلي پوځ ورته ویلي چې نژدې ۱٫۱ میلیون فلسطینیان د غزې له شمال نه باید د غزې تړانګې جنوب ته په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې ولېږدي.‌

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې وضعیت څنګه دی؟

د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټیفن دوچاریک په یوه بیان کې ویلي “ملګري ملتونه دا ناممکنه ګڼي چې دا ډول خوځښت به له ویجاړوونکو انساني پایلو ډک نه وي”.

دوچاریک زیاتوي چې د اسرائیلي پوځ له لوري دا امر د ملګرو ملتونو پر ټولو کارمنانو او هغو کسانو هم پلی کېږي چې د ملګرو ملتونو په کمپونو کې اوسېږي،‌ چې په دې کې ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو مرستې

بله خوا، ملګرو ملتونو په غزه او لوېدیځه نیول شوې تړانګه کې د خلکو د مرستې لپاره د ۲۹۴ میلیون ډالرو عاجلې مرستې راغونډولو غوښتنه کړې ده.

ددغه سازمان د بشري چارو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه مبلغ په غزه او لوېدیځه تړانګه کې د څه باندې ۱٫۲ میلیون خلکو لپاره دی او هلته ډېری خلک د څښاک اوبه نه لري.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي،‌ پر غزه د اسرائیلي بمباریو نیمايي قربانیان ماشومان او ښځې دي. تر اوسه په دې بریدونو کې ۱۵۳۷ کسان وژل شوي او ۶۶۱۲ نور ټپیان شوي دي. اسرائیلو ویلي پر غزه یې ۶۰۰۰ بمونه غورځولي دي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ یوه برتانوي هوايي شرکت تل ابیب ته الوتنې وځنډولې

رپوټونه وايي، په غزه کې د جبالیا پر کمپ چې ۱۲۰۰ خلک پکې مېشت وو، اسرائیلو بمبارۍ کړې دي. ملګري ملتونه وايي، غزه کې د کلابندۍ له کبله خواړه او اوبه په کمېدو دي.

د غزې محاصره او د خوراکي توکو کمی

په ملګرو ملتونو کې د خوړو نړیوال پرواګرام ادارې مسوولین وايي، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو غزه محاصره کړې ده، په دې سیمه کې خواړه او اوبه په کمېدو دي.

په غزه کې د یوازیني برېښناکوټ له نفتو ختمېدو وروسته د سیمې روغتونونه د خپلو فعالیتونو لپاره پر جنراتورونو تکیه کوي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای، ډي، ایف) ویاند دانیل حقاري پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې ویلي دي چې د شنبې پر ورځ د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلي ځواکونو پر غزه نژدې ۶۰۰۰ بمونه غورځولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button