نړۍ

اسراییل وايي، په جنین کې د ایران له نیابتي وسله والو سره جګړه کوو

اسراییل ادعا کوي چې په جنین کې د ایران له نیابتي وسله‌والو سره په جګړه کې ښکېل دي

د جنین په دغو پوځي عملیاتو کې د اسراییلو سلګونو ځواکونو برخه اخیستې چې په ډرون او نورو نظامي تجهیزاتو تجهیز دي.

خبري سرچینې د اردن سیند د لوېدیزه غاړې په جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو او فلسطیني وسله والو ترمنځ د سختو وسله والو نښتو د دوام خبر ورکوي.

دا نښتې د دوشنبې سهار وختې تر هغې وروسته پیل شوې چې اسراییلي ځواکونو لومړی په جنین‌ کې هوايي بریدونه او بیا ځمکني عملیات پیل کړل.

د لوېدیزې غاړې په جنین پنډغالي کې شاوخوا ۱۸ زره فلسطینیان اوسي.

د عملیاتو دوام، مرګ او ژوبله

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي چې دغه عملیات ښايي ورځ دوه دوام وکړي.

په دغو عملیاتو کې تر دې دمه د ۹ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ور شوی دی.

اسراییل دا د ترهګرۍ ضد عملیات بولي او وايي د وسله والو ترهګرو تاسیسات پکې په نښه کوي.

نور ولولئ: اسراییل وایي، د لوېدیزې غاړې جنین پنډغالي کې یې پوځي عملیات پیل کړي

خو فلسطینیان وايي اسراییلي ځواکونو د ملکي استوګنې پر سیمو بریدونه او جنګي جنایت ترسره کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش جنین پنډغالي‌ کې د دغو پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

هغه یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د دغو عملیاتو پر مهال دې نړیوال بشري حقونه په بشپړ ډول پام کې وساتل شي.

د ښاغلي ګوتېرېش یوه ویاند هم په جنین کې د اسراییلو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې په ګڼ مېشتو سیمو کې وسله وال بریدونه د منلو نه دي.

امریکا وايي چې اسراییل له ځان دفاع کوي

د امریکا متحدو ایالتونو که څه هم ویلي چې اسراییل د خپلو خلکو د دفاع حق لري، خو دا غوښتنه یې هم کړې چې د ملکي فلسطینیانو د ژوند خوندیتوب ته دې پام وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند دوشنبه جنین کې د اسراییلي ځواکونو دغو بریدونو ته غبرګون کې وویل “موږ د اسراییل د امنیت او دغه هېواد لخوا د فلسطین اسلامي جهاد او حماس پر وړاندې د خپلو خلکو د دفاع حق ملاتړ کوو.”

اسراییلي ځواکونو جنین کې دغه پوځي عملیات داسې مهال پیل کړي چې د لوېدیزې غاړې د شمال په دغه ښار د بېلابېلو فلسطیني ډلو او پوځي تشکیلاتو د اړوندو وسله والو یو نوی نسل په راټوکېدو دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button