نړۍ خبرونه

اسراییل وایي، د لوېدیزې غاړې جنین پنډغالي کې یې پوځي عملیات پیل کړي

اسراییلي ځواکونو د فلسطیني وسله‌والو پرضد پوځي عملیات پیل کړي او ځینو ځایونو ته یې اور اچولی

جنین پنډغالي‌ کې پر سړکونو د موټرو ټایرونو ته اور اچول شوی

اسراییلي ځواکونو د لوېدیزې غاړې شمال ته په جنین پنډغالي‌ کې د فلسطیني وسله والو خلاف پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.‌

رپوټونو کې راغلي چې د اسراییلي ځواکونو دغه عملیات له څو هوايي بریدونو سره پیل شول.‌

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري‌ چې د ملکي استوګنې له سیمې لوګي پورته کېږي.

ځايي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې تر هوايي بریدونو وروسته د اسراییلي ځواکونو پوځي ګاډي له څو خواو جنین پنډغالي ته ورننوتل.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په دغو عملیات کې تر اوسه د لږترلږه دریو فلسطینیانو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات جنین پنډغالي کې د “ترهګریزو بېخ بناو” خلاف پیل شوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې “ترهګر چې له جنین پنډغالي پر ملکيانو د برید لپاره د پټنځي په توګه ګټه اخلي، موږ به غلي به پاتې نه شوو.”

فلسطیني وسله والو هم تر وروستۍ سلګۍ مقاومت

د جنین غونډ چې د فلسطین د فتحې، حماس او اسلامي جهاد ډلې وسله وال پکې راټول دي ویلي “موږ به تر وروستۍ سلګۍ او مرمۍ پورې د اشغالګرو ځواکونو خلاف جګړه وکړو.”

دوی دا هم ویلي چې د ټولو ډلو او پوځي تشکیلاتو غړي یې یو موټی دي او په ګډه کار کوي.

نور ولولئ: په اقصی جومات کې د لمونځ کونکو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې

رپوټونو کې ویل شوي چې په لسګونو مخ پټي وسله وال فلسطینیان د جنین کمپ څنډو کې ځای پر ځای شوي دي.دا روان کال څوم ځل دی چې اسراییلي ځواکونه دغلته د فلسطینې وسله والو خلاف عملیات کوي.

تېره میاشت جنین پنډغالي‌کې په ورته عملیاتو کې لږترلږه ۶ فلسطینیان وژل شوي وو.

د اسراییلو پوځ دغو عملیاتو کې له کلونو وروسته لومړی ځل لویدیزه غاړه کې هوايي‌ ځواک هم وکاراوه.‌

د دغو عملیاتو پر مهال نښتو کې د اسراییلو پوځ او پولیسو اووه سرتېري هم ټپي شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې هره اوونۍ د اسراییلو ځواکونو او فلسطینیانو تر منځ د نښتو او پر فلسطین د برید راپورونه ورکول کېږي او په دې بریدونو کې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله هم اړول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button