کورني خبرونه

اسلامي امارت د دیني عالمانو غوښتنو عملي کولو ته ژمن دی

حکومت د دیني عالمانو غوښتنو او مشورو ته ژمن و

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، حکومت د عالمانو غوښتنو او مشورو ته ځان ژمن بولي او زیاتوي، د دیني عالمانو د غونډې ګډونوال به سبا (جمعه) په بېلابېلو کمېټو کې خپل نظرونه وړاندې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د دوی د ارشاداتو عملي کولو ته ژمن دیCommunity Verified icon

ښاغلي مجاهد ویلي: «نظرونه یې اورو او دوی چې په‌دې ستره غونډه ګډون کړی، هرومرو نظرونه او پرېکړه‌لیکونه لري او د افغانستان اسلامي امارت د هغوی لیدلورو عملي کولو ته ځان ژمن بولي.» د اسلامي امارت ویاند په‌دې ناسته کې د اسلامي امارت د رهبر د حضور په اړه وايي، ښايي مولوي هبت‌الله په‌دې ناسته کې ګډون وکړي.

د دیني عالمانو د غونډې د امنیت لپاره ۱۲ زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي

ذبیح‌الله مجاهد وايي: «تر اوسه روښانه نه‌ده، خو امکان لري چې ګډون وکړي، خو تر اوسه چې موږ راتلو ګډون یې نه درلود، وروسته به انتظار شو او مالومات به ورکړو.» ښاغلی مجاهد وایي، د دیني عالمانو د غونډې د امنیت ساتلو لپاره دولس زره امنیتي ځواکونه ګمارل شوي.

نور یی ولوله | د زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره خوست کې د یوه سیار روغتون جوړېدل

نور یی ولوله | د افغانستان د ځينو مخکینیو چارواکو له شتمنیو د پردې پورته کول

د دیني عالمانو په غونډه کې به د مراسمو کمېټه فعالیت کويCommunity Verified icon

د دیني عالمانو په غونډه کې به یوه دارلانشا او امنیتي، کلتوري، خدماتي او تشریفاتي کمېټې کار وکړي. په‌دې غونډه کې د هېواد له ټولو ولسوالیو دیني عالمانو او مخوورو څېرو ګډون کړی دی.

موږ له اوو ولایتونو څخه دوه دیني عالمان او یو قومي مشر لرو

د اسلامي امارت د ویاند مرسیتال بلال کریمي وايي: «له ټول هېواده له ۳۴ ولایتونو، هرې ولسوالۍ دوه عالمان او یو قومي مشر لرو او له هرې ناحیې دوه قومي مشران او یو دیني عالم لرو.» د دیني عالمانو غونډه به درې ورځې روانه وي. په‌دې غونډه کې ښځې حضور نه‌لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button