نړیوال خبرونه

اسلامي امارت : د سلاکارانو په دویمه غونډه کې چې په قزاقستان کې جوړیږي د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړل شي

بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې، د هند او منځنۍ اسیا د ملي امنیت سلاکارانو په دویمه غونډه کې چې په قزاقستان کې جوړیږي د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړل شي.

دغه وزارت له یوه سوله ییز او سوکاله افغانستانه د ملاتړ په اړه د یادې غونډې د ګډونوالو له دریځه هرکلی کوي؛ خو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو لپاره د روزنځایونو، سرپناه او مالي ملاتړ د برابرېدو په تړاو اندېښنې بې ځایه بولي. د دغه وزارت وياند وايي، چې د اسلامي امارت د استازي په بلنه به د امنيت، د انسان او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په اړه هر اړخيزه همکاري رامنځته شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي:«اسلامي امارت ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته خطر متوجه کړي، یا د هغوی په داخلي چارو کې مداخله وکړي. د هېواد بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ آسیا او هند د ملي امنیت د سلاکارانو د غونډې له سمبالوونکو غواړي چې، د دغه بهیر راتلونکې غونډې ته چې، د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې په قزاقستان کې جوړېږي، د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړي

نور یی ولوله | عباس تانکزی: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره کار باید اهل کار ته وسپارل شي

نور یی ولوله | متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

ښاغلي تکل زیاته کړه: دافغانستان د اسلامي امارت د استازي په شتون کې، د امنیت، انسانانو او مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي، افغان ولس ته د بشري مرستو د رسولو او په ځانګړې توګه د بنسټيزو پروژو په ترسره کولو کې اسانتیاوې، همکارۍ او دوه اړخیز ډاډ رامنځته کړي. د نړۍوالو او سیاسي چارو ځینې شنوونکي پر دې باور دي چې، اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی؛ نو له همدې امله په سیمه ییزو او نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته بلنه نه ورکول کېږي.

د نړۍوالو چارو شنوونکي

د نړۍوالو چارو شنوونکي سید جواد سجادي وویل:«طالبان د سیمه ییزو غونډو منځپانګه او کړنلاره په خپله ګټه نه وي د دې لپاره چې د دغو غونډو اصلي مطالب د ټول ګډونه حکومت جوړېدل دي. د سیاسي چارو شنوونکی محمد بشار هم وايي:«د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون باندې یو ګډ ایتلاف جوړ کړي ترڅو په سیمه کې د تروریزم په وړاندې ګډه مبارزه شروع کړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button