نړیوال خبرونه

د ازبکستان ملي امنیت سلاکار: افغانستان سره باید ښه تعامل وشي

د ازبکستان ملي امنیت سلاکار د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډه امنیتي غونډه کې وایي، افغانستان باید څنډې ته نه‌شي.

دغه ازبک چارواکي چې د هند په کوربه‌توب د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونو په ناسته کې یې خبرې کولې، زیاته کړه، لا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره سټراټیژیک امکانات او فرصتونه شته. ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکټور محمودوف وايي: «دا مهمه ده چې اجازه ورنکړو، تر څو افغانستان انزوا ته لاړ شي او اقتصادي ستونزو ته د رسېدو په برخه کې يواځې پاتې شي؛ ځکه چې دا به په منطقه کې د فقر د زياتوالي لامل شي؛ هغه څه چې مونږ يې له وړاندې احساسوو.

د ناستې ګډونوال : 

د دې ناستې يو شمېر ګډونوال د افغانستان وضعيت پېچلی ګڼي او په دې باور دي، چې د دې ډول وضعيت به د سيمې پر امنيتي وضعيت هم بدې اغېزې ولري. د هند د ملي امنيت سلاکار په دې ناسته کې وايي، چې دافغانستان په ګډون په سيمه کې د ترهګرو ډلو ګواښونه د ټولو لپاره يوه ستره اندېښنه ده. 

نور یی ولوله | اندونیزیا کې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په ملاتړ نړیواله غونډه رابللی

نور یی ولوله | ملا یعقوب ټام ویسټ سره لیدلي

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال زیاتوي: «موږ همدا ډول د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غواړو چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپله ونډه او مسوولیت واخلي او په دی اړه شته کنوانسینونه مراعت کړي او د ټولو هغو ډلو او افرادو له تمویله لاس واخلي چې په ترهګرۍ کې ښکېل دي

د اسلامي امارت مسوولين : 

خو د اسلامي امارت مسوولين وايي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ بهرني هېواد ته ګواښ پېښ نه دی. د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي: «له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه‌دی. زموږ په هېواد کې امنیت ټینګ دی. د منزوي او واټن رامنځ‌ته کولو پالیسي چې پخوا پایله نه‌ده ورکړې، په راتلونکې کې یې هم نه‌ورکوي. د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان هم په دې باور دی، چې د افغانستان انزوا کېدل د نړۍ او سيمې پر هېوادونو هم ناوړه اغېز لري او د منځنۍ آسيا هېوادونه بايد د افغانستان د وضعيت په بهبود کې خپل رول ولوبوي

د سياسي چارو کارپوه محمد عمر نهضت وايي: «د افغانستان منزوي کېدل، پر نړۍ خپله منفي اغېزه لري او که په همدې ډول نړۍ افغانستان هېر کړي، په رښتیا سره پر موږ هم خپل اغېز کولای شي. د سياسي چارو کارپوه ياسين حبيب زیاتوي: په افغانستان کې ثبات، نظم او دسپلین په اسیاسي او نورو هېوادونو کې د نظم، ثبات او دسپلین په مانا ده. د نوي ډهلې په دې غونډه کې د ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو او استازو حضور درلود. دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي هم له يو شمېر هندي چارواکو سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button