نړیوال خبرونه

اسلامي امارت: د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ راپورنا سم دی

د امریکا د سولې انسټیټیوټ

اسلامي امارت د امریکا د سولې انسټیټیوټ هغه راپور بې‌بنسټه وباله چې ګواکې اسلامي امارت په افغانستان کې ځینو ترهګرو ډلو” ته پناه ورکړې ده.

دې انسټیټیوټ په یوه خپور شوي راپور کې زیاته کړې چې اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان، ترکستان غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورو ډلو ته پناه ورکړې ده. خو اسلامي امارت دغه راپور پروپاګند بولي او وايي، هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه پورته کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه‌ ورکوي چې د افغانستان خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ او تهدید متوجه کړي. په‌دې برخه کې چې کومې ادعاوې شوي، دا ناسمې او له حقیقت څخه لرې دي. متاسفانه دا ډول ادعاوې له کوم ډول اسنادو او شواهدو پرته خپرېږي او تر ډېره بریده په ناسمو مالوماتو باندې بناء‌ دي او پروپاګندي بڼه لري. 

نور یی ولوله | د لوګر سیلابونو څومره ښوونځي وران کړل؟

نور یی ولوله | د کرغستان پخوانۍ ولسمشره افغانستان لپاره د ملګري ملتنو د مشر خصوصي استازي وګمارل شوه

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سولې انسټیټوټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتنې د یوه کال د پوره کېدو په مناسبت په یوه راپور کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ اړیکې ارزولي دي. د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «طالبان هغو ترهگرو ډلو ته چې د افغانستان ګاونډي ګواښي د پناه ورکړې بهیر ته دوام ورکوي. له دې منځه د پاکستان د طالبانو تحریک چې پاکستان ګواښي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې چین ګواښي، د ازبېکستان اسلامي غورځنګ چې ازبېکستان ګواښي او داعش چې، د طالبانو په ګډون ټول ګواښي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه له کابل سره اړیکې لري

په‌دې راپور کې همداراز راغلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه له کابل سره اړیکې لري، خو خپلو راتلونکو ته اندېښمن دي.د چارو شنونکي په دې اړه بیا بیلابیل لیدلوري لري. د نړیوالو اړیکو کارپوره نورالرحمن ثاقب وايي: «د سیمې هېوادونو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته دا یو اشد ضرورت دی چې دوی د افغانستان حاکم نظام سره په ډېر دقت باندې مخ کې لاړ شي او د خپل پېښېدونکي ګواښ چې دوی ته متوجه دی او یا د افغانستان له نسبي امنیت څخه؛ نو دوی به کوشش کوي چې دغه نسبي امنیت په افغانستان کې دوام پیدا کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button