ستاسې اند او نظر

اسلامي شریعت او که دکتاتوري؟

طالبان وايي چې د تر پایه اسلامي شریعت پلی کوي، خو ایا دا رښتا اسلام شریعت دی او دکتاتوري؟

پرون د طالبانو د امربالمعروف او نهې له منکر وزیر محمد خالد حنفي ویلي: «د دوښمن له تبلیغاتو نه متاثره کېږو او د اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.»

مولوي خالد حنفي‌دا خبرې پرون خوست کې د جهادي مدرسې د فارغانو غونډې ته کړې، چې پخوا پکې عبدالحی حبیبي لېسه وه، خو طالبانو پر مدرسه بدله کړه. د منبع الجهاد په نوم د دې مدرسې ۴۴۴۲ تنو ته د فارغت لپاره نن یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې له کابل هم د طالبانو ځینې چارواکي ورغلي وو.

taliban1
د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي.

د شریعت په نوم د طالبانو دکتاتوري نظام

طالبانو په ظاهره د دوی اوسني نظام ته د شرعي نظام نوم ورکوي، خو هغه حقوق چې د اسلام مبارک دین د بشر ازادۍ ته ورکړي، طالبان یې هغه ولس ته نه ورکوي چې د اسلامي شریعت د بقا لپاره یې پېړۍ پېړۍ قربانۍ ورکړي دي.

مثلا: د اسلام په مبارک دین کې مسلمان کولی شي، چې د امیر د غلطو پرېکړو او تګلارو پر وړاندې ودرېږي، خو د طالبانو امیر څو ورځې وړاندې وویل چې هېڅوک حق نه لري تر څو ددوی د نظام پر کوم چارواکي ښکاره انتقاد وکړي.

همداراز پرون د طالبانو عدلیې وزیر وویل چې دیني علماءکرام حق نه لري چې د طالبانو د نظام پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او یا یې کارونه نقد کړي.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: طالبان د حجاب په نوم د ښځو ځپلو ته دوام ورکوي

دا ټول د طالب مشرانو هغه اوامر دي چې له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي، ځکه په اسلامي شریعت کې نظامونه د مسلمانانو پر وړاندې مسئول دي. بل مسلمان کولی شي چې د امیر هغه امر چې د ولس او ملت په خیر نه وي، ونه مني او حتی پر وړاندې یې مخالفت کولی شي.

taliban2
له یوې معترضې مېرمنې سره د طالب جنګیالي برخورد.

خو د طالبانو دا ډول کړنې او اوامر له دکتاتوري نظامونه سرچینه اخلي. ددوی نظام دکتاتوري دی او هغه پرېکړه عملي کوي، چې د نظام پر وړاندې یې ګواښونه له منځه وړلی شي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو دکتاتورانه چلند

د اسلام په مبارک دین کې د ښځو لپاره په هره برخه کې ځانګړی عزت او وقار دی. ښځو ته یې په هره برخه کې د زده کړو، دندو، تجارت او نورو برخو کې حقوق ورکړي دي لکه نورو اسلامي هېوادونو کې چې روان دي، خو طالبانو بیا پر دوی باندې دغه ټول حقوق د شریعت د غوښتنې په نوم درولي، چې دا کار شریعت نه بلکې د دوی دکتاتوري حرکت دی.

اوتنبایووا: طالبان باید د ښځو د زده کړو په اړه اوسنی دریځ بدل کړي

طالبان هڅه کوي چې د ښځو غږ وځپي. د ښځو دې غږ ځپلو، د دوی د بې عزته کولو او توهین کولو ته د طالبانو د محمد خالد حنفي په څېر ملایان چې په پاکستان کې زده کړې فرض بولي او افغانستان کې مباح، بېلابېل شرعي دلایل تراشي او تطبیق ته یې د شریعت د ارکانو نوم ورکوي.

په اصل کې د دین مطالعې ته مخه شي، بیا هر څوک پوهېږي او پوهېدلي هم دي چې د طالبانو حرکات د دکتاتور نظام په څېر دي، نه د اسلامي شرعي نظام.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button