سیمه

اسلام اباد او تهران د افغانستان پر حالاتو غږېدلي

اړوند خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او اسحاق ډار د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان پر وضعیت د سیمه‌ییزو او ګاونډیو هېوادونو د بحثونو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د صدراعظم له مرستیال، اسحاق ډار سره ټلفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا تلفوني خبرې تېر ماښام شوې او دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او د خپلو دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې تلفوني خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم بحث کړی او همداراز پخپلو کې د افغانستان پر وضعیت هم غږېدلي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې دغو ایراني او پاکستاني چارواکو به د افغانستان په اړه څه ویلي وي، خو تر دې مخکې هم بار بار د ایران او پاکستان لوړ رتبه چارواکو د افغانستان پر وضعیت بحثونه کړي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې عباس عراقچي او اسحاق ډار د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو پیلېدو ته  هم اشاره کړې او په دې برخه کې د وروستیو تحولاتو په اړه غږېدلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button