سیمه

اسلام اباد او واشنګټن: ټي ټي پي او داعش باید وځپل شي

اسلام اباد او واشنګټن د ټي ټي پي او داعش په اړه خبرې کړي دي

د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه ټي ټي پي او داعش د ځپلو او پر وړاندې یې پر مبارزه خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا متحدو ایالتونو سره د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان ډلو خلاف د مبارزې په اړه د خبرو خبر ورکړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان او امریکا په دې باور دي چې د ټي ټي پي، داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو سره ګډه مبارزه به په سیمه کې امنیت راولي او له بهر د ترهګرۍ ګواښونه به له منځه یوسي.

د پاکستانيو چارواکو ادعا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یادې خبرې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید حیدر شاه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د هڅو همغږې کوونکې الیزابت ریچارد ترمنځ اسلام اباد ته د ریچارد د سفر پر مهال شوې دي.

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ادعا کړې، چې هېواد یې له اوږدو کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او په دې برخه کې د نړیوالو په تېره بیا امریکا همکاریو ته اړتیا لري.

ټي ټي پي: موږ په خپلو لیکو کې افغانان نه غواړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د ترهګرۍ ضد مبارزو په اړه د امریکا او پاکستان تر منځ د ورته ناستو له تېرې دورې چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې ترسره شوې تر دې دمه امریکا د پاکستان ۳۰۰ امنیتي ځواکونه روزلي او مرستې یې ورسره کړي.

د پاکستا شکایتونه

پاکستان همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې به برخه کې د ظرفیتونو په لوړولو، د تجربو د تبادلې او د پلټنو د تګلارو د عملي کولو په مسلې ټينګار لري.

امریکایی لوري په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پاکستان په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمن رژیم څخه بیا- بیا شکایت کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره یې د دوی خلاف د ټي ټي پي ډلې د استفادې لپاره پریښی.

طالب چارواکو دا ادعا رد کړې او برعکس یې ادعا کړې، چې پاکستان د افغانستان خلاف د داعش له خراسان څانګې سره مرسته کوي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېر ماښام په پکتیا ولایت کې د پاکستان او طالبانو تر منځ یو ساعته نښته هم شوي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button