اقتصاد او سوداګري

اسلام اباد ته د طالبانو ګواښ؛ که پاکستان راسره ژر هوکړې ته ونه رسېږي د تورخم او خلارڅي لارې به دایمي وتړي

طالبانو ویلي چې که پاکستان له دوی سره هوکړې ته ونه رسېږي، دغه دواړه لارې به دایمي د سوداګرۍ پر مخ وتړي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو لپاره د دغه هېواد د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې بې‌پایلې پاتې شوې او دې ډلې اسلام‌اباد ته د دوو مهمو لارو د دایمي تړل کېدو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ سې‌شنبه، د مرغومي په ٢٧مه، د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو لپاره د يوې حل‌لارې د موندلو په موخه ناسته ترسره شوه.

jonit 2

د دغه راپور له مخې، طالبانو پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که دوه اړخیزې هوکړې ته ونه رسېږي، له پاکستان سره به د تورخم او خرلاڅي لارې د تل لپاره وتړي.

د خبرو اترو د درېدو ګواښ هم شوی

سرچینې ډان ورځپاڼې ته ویلي، که پاکستاني چارواکي له طالبانو سره هوکړې ته ونه رسېږي، دغه ډله به له اسلام‌اباد سره خبرې اترې ودروي.

نور ولولئ: د سیمه ییزې سوداګرۍ نوې هوکړه او پاکستان

نور ولولئ: د پاکستان د سوداګرۍ خونه؛ د کابل او اسلام اباد کړکېچ سوداګر زیانمن کړي

نور ولولئ: د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

طالبانو پاکستاني امنیتي چارواکو ته ویلي چې نوي بندیزونه ورته د منلو وړ نه دي، ځکه دې ډلې ته د ویزې د تګلارې په هکله کوم مخکینی رسمي خبرتیا نه ده ورکړل شوې.

talib

همداراز طالبانو له پاکستاني سرحدي چارواکو غوښتي چې په پاکستان کې ایسار ټولو افغان باروړونکو موټرو ته اجازه ورکړي څو بېرته هېواد ته ستانه شي او بیا په عمومي دروازه کې د «سمنټي» دېوال په جوړېدو سره پوله د تل لپاره وتړي.

په دې تړاو د پاکستان نوي پالیسي

د پاکستاني چارواکو د نوې پالیسۍ له مخې د تورخم له پولې تېرېدل یوازې په ویزه او پاسپورټ ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه او پاسپورټ نه لري له دې لارې نه شي تېرېدای. د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کې طالبانو پاکستاني لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته داخل شي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره د طالبانو او اسلام اباد اړیکې تر وروستۍ کچې ترینګلي شوي دي. افغانستان کې د ملا فضل الرحمان په راتګ هڅه وشوه چې دغه اړیکې ورغول شي، خو تر اوسه داسې څرک نشته چې طالبان او اسلام اباد پر یوه او بل باور وکړي.

پاکستان د طالبانو پر وړاندې له ډول ډول فشارونو کار اخلي خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button