ژوند

اسلام اباد د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو خبره ونه منله

زهرا بلوچ وايي، داد پاکستان حق دی چې له خاورې غیر قانوني کډوال وشړي

د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاندې وویل، د کډوالو پر وړاندې زموږ اقدام له نړیوالو قوانینو سره برابر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د (نومبر په لومړۍ) نېټه د ناقانونه کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان حکومت له پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د منل شویو نړۍوالو اصولو سره برابره ده.

نور ولولئ: پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ دغه څرګندونې د اکټوبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هغه بیان ته په ځواب کې کړې چې ویلي یې و، د نومبر له لومړۍ نېټې سره سم د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره د اسلام اباد پرېکړې «ډېر اندېښمن» کړي.

د بشري سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي و، څومره افغانان چې له اخراج سره مخ دي که بېرته افغانستان ته ستانه شي د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ سره مخامخېدای شي.

ممتاز زهرا بلوڅ د رسنیو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: «د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پرېکړه کوم ځانګړی قوم نه په نښه کوي؛ بلکې په پاکستان کې پر مېشتو ټولو ناقانونه بهرنیانو پلې کېږي.»

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

هغې ټینګار وکړ، هغه بهرنيان چې په قانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي یا په هېواد کې ثبت شوي دي؛ نه اېستل کېږي.

نوموړې ویلي:« د پاکستان حکومت د هغو کسانو د ساتنې او خوندیتوب اړتیاوو په اړه خپلې ژمنې په جدي توګه ترسره کوي، چې په زیان منونکو شرایطو کې دي.»

اغلې بلوڅ دا رنګه وویل:« پاکستان به له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار ته دوام ورکړي.»

پاکستان د کډوالو دا ډول ایستل خپل حق بولي

پاکستان وايي، له هېواده د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې د قانون او نظم د وضعیت د کنټرول په موخه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د یکشنبې په ورځ وویل، چې حکومت په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې په جرمونو کې د افغانانو د لاس لرلو شواهد لري.

هغه دا هم وويل، چې د روان کال له جنورۍ راهيسې په پاکستان کې د ٢٤ ځانمرګو بريدونو څخه ١٤ يې د افغانانو له‌خوا ترسره شوي دي.

له بل لوري داسې راپورونه هم تر لاسه شوي چې پاکستان کې د افغان کډوالو شتمنۍ هم لوټ شوي او مالونه یې غصب شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button