اسلام اباد: د بنو په سیمه کې ځانمرګي برید ۱۲ کسان وژلي
د پاکستان پوځ وايي، د خیبرپښتونخوا اړوند بنو سیمه کې ځانمرګي شاوخوا ۱۲ کسان وژلي دي
له افغانستان وروسته به پاکستان دویم هېواد وي چې له سختو امنیتي تهدیدونو سره مخامخ دی او د هرې ورځې په تېرېدو ددغه هېواد امنیتي حالت خرابېږي.
د پاکستان پوځ وايي وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د بنو په مالي خېل سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمګري برید کې لږ تر لږه ۱۲ امنیتي سرتېري وژلي دي.
پر پوسته موټړ بم برید
پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون سې شنبه (نومبر پر ۱۹مه) وسلهوالو له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پوستې له دیوال سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې ودانۍ ړنګه شوې او لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.
له دې وړاندې په بنو کې ۱۱ پولیس تښتول شوي وو چې وروسته بیا د وسله والو له لوري روغ رمټ راخوشي شول.
د وروستي برید په تړاو د پاکستان پوځ د ځينو وژل شوو پولیسو له عکسونو سره په خپاره کړي پاڼه کې ویلي چې په ځوابي ډزو کې شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.
نور ولولئ: د پاکستان پنجاب کې راکټي برید؛ ۱۱ پولیس پکې وژل شوي
نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛ ۶ هلاک شوي او ۲۴ ژوبل دي
پوځ ویلي چې په سیمه کې چاڼيز عملیات پیل شوي او په وینا یې، د دې پېښې عاملان به د “قانون منګولو” ته وسپارل شي.
د برید مسئولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.
که څه هم حافظ ګل بهادر د تحریک طالبان پاکستان خواخوږی بلل کېږي خو ډله یې ترې جلا ده او تر ډېره په وزیرستان، بنو او شاوخوا سیمو کې فعالیت کوي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون بېلابېلو چارواکو دغه برید غندلی دی.
د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو ژمنه
ښاغلي زرداري پر دغه برید خواشيني څرګنده کړې او په خپل هېواد کې یې “په بشپړ ډول د ترهګرۍ د له منځه وړلو ژمنه کړې.”
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د وژل شوو امنیتي کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د “خپل وطن د امن لپاره قرباني ورکوونکي پوځیان د خپل ملت اتلان دي.”
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور بیا ویلي چې “د امنیتي ځواکونو دا قربانۍ به بېځایه لاړې نه شي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې به ټول ملت د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.”
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنیتي حالت د پوځ تر کنټرول وتلی دی.