سیمه

اسلام اباد د نوي ډهلي په غبرګون کې د واګه بندر وتړه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د زیاتېدونکي کړکېچ پر دوام، پاکستان نن (پنجشنبه، د غویي ۴مه) د هند د اقداماتو په غبرګون کې د واګه بندر تړلی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي، دغه پرېکړه د دغه هېواد د لومړي وزیر، شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې شوې.

د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په یوه برید کې ۲۶تنه سېلانیان ووژل شول.

امریکا خپل وګړي کشمیر ته له سفر کولو منع کړل

تر دې وړاندې د یاد برید له امله د هند حکومت له پاکستان سره ځمکنۍ پولې تړلي؛ ډيپوماټيکې اړیکې یې محدودې کړي او د پاکستان وګړو سربېره یې له ډيپوماټانو غوښتي، چې له دغه هېواده ووځي.

په کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرتیا کې له خپلو وګړو غوښتي، چې کشمیر ته له سفر کولو ډډه وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button