سیمه

اسلام اباد: له تحریک طالبان پاکستان سره خبرو ته نه کېنو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له ټي ټي پي وسله والو سره خبرې نه کوو

هاخوا تحریک طالبان پاکستان پر پاکستاني پوځ خپل بریدونه زیات کړي دي او پاکستاني پوځ د عزم استحکام پلان شوو عملیاتو لپاره یې هم تیاری نیولی دی.

تېر کال افغان طالبانو هڅه وکړه چې د ټي ټي پي مشران له اسلام اباد سره خبرو ته کینوي، خو هغه وخت هم پاکستان دغه وړاندیز رد کړ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان دغه پرېکړه یوه لویه تېروتنه یاده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو ویانده زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره د دوی د حکومت د سولې په اړه د افغانستان د واکمن رژیم غوښتنه رد کړې.

نوموړې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دوی له ټي ټي پي سره د خبرو کوم پلان نه لري.

afghan (86)
تحریک طالبان پاکستان

دا خبره داسې مهال شوې، چې تازه پاکستاني رسنیو افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر اعلان کړی.

نور ولولئ:  اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

د دغه سفر نېټه تراوسه مشخصه نه ده، خو ګومان کیږي چې یو مهم بحث او هدف به یې په افغانستان کې د ټي ټي پی د ادعا شوي حضور په اړه طالب چارواکو سره خبرې وي.

له افغانستانه د ټي ټي پي غړو پر ایستلو ټینګار

ډار څو ورځې مخکې وویل، چې د کابل رژیم له چارواکو یې غوښتي چې د ده په وینا افغانستان نه د ټي ټي پي غړي وباسي.

د طالبانو رژیم د نوموړي څرګندونو او دغه راز د هغه د ویاندې تازه خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره کابل د اسلام اباد او ټي ټي پي د خبرو کوربه و، خو دا خبرې ظاهراً بې پایلې وې.

اسلام اباد د کابل طالب واکمنان د ټي ټي پي په ملاتړ او ورته په پناه ورکولو تورنوي، خو د کابل واکمنان دا تورونه بې اساسه ګڼي.

هاخوا د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو د تحریک طالبان پاکستان له لوري مرګوني ګزارونه روان دي او په دغه بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ټي ټي پي په بریدونو کې زیاتوالی او د پرمختللو وسلو تر لاسه کولو د اسلام اباد اداره او پوځ وارخطا کړي دي، ځکه هره ورځ یې حالات له واکه وځي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button