افغانستان

اسلام اباد له طالبانو سره ډيپلوماټیکې اړیکې د سفیر مقام ته لوړې کړې

اړوند خبرونه:

امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي

امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان له طالبانو سره په رسمي ډول ډیپلوماټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو عادي کولو برخه کې مهم بللی.

پاکستاني اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې نن شنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان له قوله ویلي، د دواړو هېوادو شارژدافیرانو د دوه اړخیزې هوکړې له مخې د سفیر مقام ته ارتقا وکړه.

د معمول په څېر سفیران باید خپل باور لیک د کوربه هېواد ولسمشر ته وړاندې کړي، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، داسې تشریفاتو ته اړتیا نشته.

د نظر خاوندان بیا دا اقدام د اړیکو د غوره پرمخ وړلو لپاره ګټور بولي خو باور نه لري، چې پاکستان دې طالبانو او افغانانو ته په درنه سترګه وګوري.

دوی وایي پاکستان تل له افغانستان سره غولوونکی چلند کړی او خپلې ژمنې یې ماتې کړي دي.

کارپوهان وایي هیله لري چې پاکستان به راتلونکي کې په ځانګړي ډول د کډوالو او سرحدي کرښو نه د فشار په ډول کار نه اخلي او د کډوالو د ایستلو تازه پرېکړه به هم د انساني او اسلامي اصولو له مخې عملي کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button