سیمه

اسلام اباد: “له هند سره د کړکېچ په حل کې دې خلیج هېوادونه راسره مرسته وکړي”

اړوند خبرونه:

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

پاکستان د هند په کشمير کې د وروستۍ پېښې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په حل کې د خليج له هېوادونو مرسته غوښتې ده.

د اسوشيټېډ پرېس خبرې آژانس د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ياده غوښتنه پرون جمعه د غویي په ۱۲مه د خليج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې کړې ده.

شريف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپرېل د ۲۲مې نېټې د بريد په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه معلومات هم ورکړي دي.

دا په داسې مهال ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له لومړي وزير سره په ټليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د رامنځته شوي کړکېچ په سوله‌ييز ډوله حل غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې بل لورته بیا په امریکا کې د پاکستان سفیر ویلي، که د هند و پاکستان ترمنځ کړکیچ زیات شي نو ښایي اټومي تقابل رامنځته شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button