اقتصاد او سوداګريټکنالوجي

اسلام اباد ټاپي پروژه مهمه بللې، او پر ژر پیل یې ټینګار کړی

اسلام اباد وايي چې ټاپي پروژه اړینه ده او بې له کوم ځنډه یې باید د عملي کولو کارونه پیل شي

د ټاپي پروژه هغه پروژه چې د منځنۍ اسیا پر انرژۍ سمبال هېوادونه د د ترکمنستان او افغانستان له لارې له پاکستان او هند سره نښلوي. دغه پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند څلور واړه هېوادونو لپاره یوه حیاتي پروژه بلل کېږي.

د پاکستان لوړپوړي اقتصادي فورم د پنجشنبې په ورځ د لوړې کچې مشورتي غونډې وروسته وویل، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو پایپ لاین یوه “ډېره ضروري” پروژه ده چې باید پرته له ځنډه پیل شي.

د یادې پروژې اقتصادي ارزښت

دغه پایپ لاین به د منځنۍ اسیا د انرژۍ بډای هېواد ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند سره ونښلوي او تمه کېږي، چې د ګالکینیش څخه د ۱۸۰۰ کیلومتره (۱۱۲۵ میل) په اوږدو کې به هر کال ۳۳ ملیارد متر مکعب طبیعي ګاز ولېږدوي.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: د کاسا ۱۰۰۰ په اړه د دریو هېوادونو غوښتنه

تېره ورځ په اسلام اباد کې د خزانې سرپرست وزير شمشاد اختر په مشرۍ د اقتصادي همغږۍ کميټۍ (ای‌سي‌سي) غونډه وشوه، چې په کې د ټاپي او نورو اقتصادي چارو په اړه مشورتي فورم سره خبرې اترې وشوې.

د پاکستان د مالیې وزارت په یوه بیان کې وویل:« فورم ولیدل، چې ټاپي یوه ډېره اړینه پروژه ده او باید پرته له ځنډه پیل شي.»

د ټاپي د اصلي تړون له مخې به پاکستان، افغانستان او هند په سلو کې ۱۵ او ترکمنستان ۸۵ سلنه ګاز ولري.

په دې پروژه کې د پاکستان هڅه څه ده؟

پاکستان هڅه کوي چې د یادې پروژې تړون هغه برخه د ځان په ګټه واړوي چې اصلا ګټه یې افغانستان ته رسېږي. مثلاً: د ګازو د پلور او پېر د اوسني تړون له مخې، د ګازو د لېږد نقطه د افغانستان-ترکمنستان پوله ده، چې پاکستان غواړي د پاکستان-افغانستان پولې ته یې ولېږدوي.

پاکستان، چې د وارداتي ګازو له کمښت سره مخ دی، سږکال یې د برېښنا تولید په داسې یو اقدام کې کم کړ چې اقتصاد یې زیانمن کړ، لکه څنګه چې د انفلاسیون د لوړېدو او د اسعارو د راټیټېدو سره مخ شو.

بل لور ته د ټاپي پروژې کار په جمهوریت کې د پاکستان د غلطو سیاستونو له امله ځنډېدلی و، ځکه پاکستان په افغانستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پرضد له وسله والو طالبانو نېغ ملاتړ کاوه او د ناامنۍ له امله نه شو کېدلی چې یاده پروژه پلي شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button