ژوند او ټولنه

اسلام اباد: پر اسناد لرونکو افغانانو کار نه لرو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، هغه افغانان له پاکستانه، نه ایستل کېږي چې قانوني اسناد لري

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د دغه هیواد د امنیتي منسوبینو د ناسم چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي او ویلي دي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال نه شړل کیږي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګتي د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳( لړم ۲۲) د پاکستان مشرانو جرګې (سنا) ته د افغان کډوالو شړلو بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې تر دا مهاله له پاکستان څخه څه نا څه ۳۰۰ زره ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په خپله خوښه تللي افغانان

د نوموړي په خبره په دوی کې یوازې ۸۰۰۰ یې حکومت اېستلي، پاتې نور یې په خپله خوښه تللي دي.

سرفراز بګټي د سنا مجلس ته وویل: “اسناد لرونکی افغان کډوال ته هېڅ لاس نه دی وروړل شوی، یوازې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې اقدام کېږي. او د پاکستان دولت دغه ناقانونیت ختمول غواړي.”

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: امریکا پاکستان ته؛ د افغان کډوال ځورول ودروئ

د پاکستان سرپرست حکومت د اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه اعلان وکړ چې ناقانونه بهرنيان دې چې ډېری د افغانستان وګړي دي، د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه له دې ملک څخه ووځي، که نه نو د نومبر میاشتې له پیلېدو سره سم به یې نیسي او خپلو ملکونو ته به یې ستنوي.

سرپرست وزیر سرفراز بګټي د سنا مجلس کې د کډوالو شړلو په دفاع کې وویل: “د پاکستان قانون وايي چې ناقانونه بهرنی وګړی دې ونیول شي، بندي دې کړل شي، قضیه دې پرې وچلول شي او له هېواد څخه دې واېستل شي.”

قانوني کډوال له ستونزو سره نه مخامخ کېږي

بګټي وویل، چې حکومت ناقانونه کډوالو ته د اسانتیا ورکولو لپاره هغوی نه زندانونو ته اچوي، نه یې محکمې ته وړاندې کوي، بلکې په موقتي مرکزونو کې یې ساتي چې په دوو یا درو شپو کې یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

تر دې وړاندې، د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي په کراچۍ ښار کې د خبري کنفرانس پر مهال ویلي و، چې سرپرست حکومت به د دولتي پرېکړې له مخې د ناقانونه کډوالو تر ستنولو وروسته قانوني اسناد لرونکي کډوال هم وباسي.

همدا راز د نومبر میاشتې له پیل راهېسي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکول شوي او په ځینو برخو کې خو داسې پېښې هم ثبت شوي چې په موقتي مرکزونو کې نیول شوو کډوالو، خبریالانو ته د خپل مهاجرت کارډونه هم ورښکاره کړي خو بیا هم نیول شوي دي.

‎نوموړي ویلي دي چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدل دا مانا نه لري چې د طالبانو حکومت دې په کې لاس ولري.

‎بل لوري ته په ډله ایز ډول افغانستان ته د کډوالو شړل هلته د یو جدي بشري بحران خطر زېږولی دی. اکثریت ستانه شوي او ستانه کېدونکي په خپل هېواد کې سرپناوې او کافي صحي او نورې اسانتیاوې نلري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button