روغتیاسیمه‌ییز

اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

پاکستاني چارواکو له سیاسي ګوندونو غوښتي چې د ناقانونه کډوالو لپاره دې لاریونونه او پرلتونه نه کوي

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی (ښی) او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز (کيڼ) د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته وينا کوي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی (ښی) او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز (کيڼ) د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته وينا کوي.

نور ولولئ: له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ضرب الاجل نږدې شوی، طالبان څومره تیاری لري؟

پاکستانيو چارواکو يو ځل بيا ټينګار کړی چې په هغه هېواد کې مېشت بې اسناده کډوال دې د نومبر له لومړې نېټې مخکې ووځي.

د ناقانونه کډوالو مسئله جدي ده

د اکتوبر پر ۲۳مه د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، سیاسي ګوندونه دې د بې اسناده کډوالو د ايستلو پر موضوع له سیاست کولو لاس واخلي او د حکومت د دریځ ملاتړ دې وکړي.

پر دې مهال جان محمد اڅکزي زياته کړه، “که کوم سیاسي ګوند له غیرقانوني کډوالو سره درېږي نو دا به د پاکستان له ریاست سره د دغه ګوند د تصادم په معنا وي.”

نور ولولئ: طالبان: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

دا هم ولولئ:  پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

دواړو نګران وزیرانو یو ځل بیا وویل چې له غیرقانوني کډوالو یې موخه یوازې افغان کډوال نه دي خو په پاکستان کې زیات شمېر د افغان کډوالو دی نو ځکه د حکومت دې پرېکړې هغوی اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لخوا د بې اسناده کډوالو د وتلو له اعلان وروسته د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونو مظاهرې او خبري غونډې کړې دي.

کډوال که په خپله خوښه ونه وځي، پاکستان یې په زور باسي

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button