سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد کې له ۳۰۰ زیات پښتانه نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له ۳۰۰ زیات پښتانه نیول شوي او زندانونو ته لېږدول شوي دي

په اسلام اباد کې د نيول شويو پښتنو وکيلې او د بشري حقونو فعالې ايمان مزاري وايي چې د نومبر له ۲۴مې وروسته تر ۳۰۰ زیات کسان نيول شوي چې زیاتره يې پښتانه دي.

هغې د ډېسېمبر پر درېيمه مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په ۳۴۷ نيول شويو کسانو کې ګڼ پښتانه او افغان کډوال دي. نوموړې پر پولیسو تور پورې کړ چې هغوی يوازې پښتانه او افغانان نيسي چې ډېری یې له کورونو څخه ګرفتار شوي دي.

د پښتنو په نیولو کې ښکاره تعصب

هغې زیاته کړه چې خلک د شناختي کارډونو او مهاجر کارډونو تر کتلو ووروسته ګرفتارېږي چې په وينا يې “ښکاره تعصب” دی.

هغې وویل:”دا ټول ۳۴۷ کسان دي چې د ډېسېمبر پر دویمه عدالت ته وړاندې شوي وو. په دغو کې اکثریت پښتانه دي او ځینې افغانان هم پکې دي. په دې کسانو کې دوه د رېړیو چلونکي ول چې موږ د هغوی ضمانت وکړ، خو پاتې نور د پېژندنې لپاره اډیاله زندان ته استول شوي دي.”

نور ولولئ:  د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: خلیلزاد: پاکستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل عاصم منیر دی

نور ولولئ: په پاکستان کې دوه پوځیان هلاک شوي او ۳ نور ټپیان دي

مزارۍ دا تور هم پورې کړ چې له عدالت څخه بهر، چې د دې نیول شویو کسانو کوم خپلوان یا ګاونډیان ورغلي ول پولیسو د هغوی شناختي کارډونه او د خبرو لهجې معلومولې، په بیا بیا به یې د خلکو څهرې ارځولې او ځوانان به یې له سپین ږيرو څخه بېلول او بیا به یې ځینې کسان په شخصي ګاډو کې له ځان سره بیول. د دې په خبره، یوازې دا نه چې پښتانه نیول شوي، بلکې هغوی د نیول شویو کسانو پوښتنې له ورغلي هم ګرفتار شوي چې د مزارۍ په خبره، ورسره توپیري چلند هم شوی دی.

د اسلام اباد د پولیسو ویاند

خو د اسلام‌ اباد د پولیسو ویاند جواد احمد د ایمان مزارۍ تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پلازمېنه کې د پولیسو لخوا له هېچا سره توپيري چلند نه کېږي.

نوموړي د ډېسېمبر پر درېیمه رسنیو ته وویل: “دا بالکل صحیح خبره نه ده، خو په ټولنیزه میډیا څوک دا تورونه لګوي، نو په دې اړه زه څه نه شم ویلای. درې ورځې مخکې د اسلام‌ اباد د پولیسو مشر ویلي ول چې موږ د تحریک انصاف د احتجاجي لاریون څخه ۳۷ افغانان نیولي وو، او د دې نورو نیول شویو کسانو په اړه تفصیل اوس له موږ سره نه شته.”

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۶مه په اسلام‌اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د احتجاجي لاریون پر مهال د داخله او اطلاعاتو وفاقي وزیرانو دعوه کړې وه چې د لاریون څخه یې افغانان او داسې پښتانه نیولي چې په تشدد کې ملوث وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button