اسټرالیایي لوبغاړو د سریلانکا د سفر په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د سریلانکا د سفر په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. وایي په دغه هېواد کې حالات سم نه دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسټرالیا کرکټ لوبغاړي په دې نظر دي چې سریلانکا د پټرولو له کمښت، د بریښنا لع کمښت، د درملو له کمښت او انفلاسیون سره مخ ده، چې دا حالت اندیښنې زېږوي.
له بلې خوا د اسټرالیا کرکټ بورډ وايي چې هیڅ اسټرالیايي کرکټر له دې سفره د بهر کېدو اعلان نه دی کړی او تر اوسه مو د سفر په اړه پرېکړه کې تغیر نه دی راغلی.
نور یی ولوله | د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه
د اسټرالیا د کرکټ لوبغاړو د ټولنې اجراییه رییس وايي، په داسې حال کې چې ځینو کرکټرانو اخلاقي پوښتنې راپورته کړي، خو د اسټرالیا کرکټ لوبغاړي به د چارواکو پریکړه ومني.
د اسټرالیا کرکټ د معلوماتو له مخې، تر اوسه د سریلانکا سفر له مهالویش سره سم ترسره کېږي. ټاکل شوې د اسټرالیا لوبډله د جون په میاشت کې له سریلانکا سره د ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.